Homeخبرونهامریکايي سناتورانو له قطره کانګو ته د افغان کډوالو له استولو...

امریکايي سناتورانو له قطره کانګو ته د افغان کډوالو له استولو سره مخالفت وکړ

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) د امریکا د سناجرګې ۲۲ غړو د ډونتاډ ټرمپ له ادارې څخه غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول پلان څخه لاس واخلي، او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام به هغه پخواني متحدان له خطر سره مخامخ کړي چې د افغانستان په جګړه کې یې د امریکا له ځواکونو سره مرسته کړې وه.

سناتورانو د اپرېل په ۲۸مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په لیک کې ویلي چې دوی ډېر اندېښمن دي، ځکه داسې راپورونه شته چې ښايي په قطر کې مېشت تر زرو زیات افغانان کانګو ته ولېږدول شي.

په دې سناتورانو کې ریچارد بلومینتل، دیک ډوربین، ټیم کاین، جان هیکینلوپر، روبین ګالیګو، جان فیټرمن، رافېل وارناک او کریس کونز هم شامل دي. دوی ویلي چې ډېری دغه کسان مخکې د ژباړونکو، ځانګړو ځواکونو او ملاتړ کوونکو کارکوونکو په توګه له امریکايي پوځ سره کار کړی دی.

سناتورانو خبرداری ورکړی چې کانګو ته به د دوی لېږد، چې په خپله له بشري بحران سره مخامخ هېواد دی، «ظالمانه او خیانت» وي.

د دوی په وینا، که دا پلان عملي شي، نو دا به د امریکا په تاریخ کې له تر ټولو سختو او ناسمو خیانتونو څخه وي.

په لیک کې راغلي چې ډېری افغان کډوال چې اوس په دوحه کې دي، په تېرو دوو لسیزو کې یې سختې امنیتي ارزونې تېرې کړې دي او له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته د امریکا له لوري د خوندي ژوند ژمنه شوې وه. خو اوس دوی له داسې حالت سره مخامخ دي چې یا به افغانستان ته ستنېږي، چې هلته له ځورونې سره مخامخ کېدای شي، یا به داسې هېواد ته ولېږل شي چې خپله له جګړو، بې‌ځایه کېدو او بشري ستونزو سره مخامخ دی.

اوس مهال تر ۱۱۰۰ زیات افغانان په دوحه کې د کمپ اس‌سلیه کې پاتې دي، چې ډېری یې هغه کسان دي چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته له افغانستانه ایستل شوي وو. په دوی کې ترجمانان، د ځانګړو ځواکونو غړي او د هغوی کورنۍ شاملې دي.

د امریکا قانون جوړونکو ویلي چې دا ډول پرېکړه به دغه کسان له نوو خطرونو سره مخ کړي. بل لور ته، ټرمپ ویلي چې له دې پلان څخه خبر نه دی او ویلي یې دي: «نه پوهېږم، باید وګورم.»

سناتورانو د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي چې کانګو په خپله د کډوالۍ په ستر بحران کې ښکېل دی، او میلیونه خلک یې د تاوتریخوالي، لوږې او ناروغیو له امله اغېزمن شوي دي.

سناتور بلومنتال په یوه پیغام کې ویلي چې دا وړاندیز به له افغان متحدانو سره د امریکا ژمنه ماته کړي او که هغوی افغانستان ته ستانه شي، له «مرګ او شکنجې» سره به مخ شي.

په پای کې، سناتورانو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې داسې هر ډول خبرې اترې ودروي چې د افغان کډوالو جبري لېږد ته لاره هواروي او پر ځای یې خپلې ژمنې عملي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا ډول کوم رسمي پلان نه دی تایید کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...