Homeخبرونهپه امریکا کې د محکمې پلاوي یوه افغان ته د کابل د...

په امریکا کې د محکمې پلاوي یوه افغان ته د کابل د هوايي ډګر په مرګونې پېښه کې برات ورکړ

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۳۰ مه) یو افغان سړی چې ډونالډ ټرمپ هغه د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د برید «تر ټولو مهم ترهګر» بللی و، د چهارشنبې په ورځ د ترهګرۍ په یوه جرم کې مجرم وپېژندل شو، خو د جرګې غړو دا ونه منله چې نوموړي په همدې خونړي برید کې مستقیم رول درلود.

دا پرېکړه د امریکا د عدلیې وزارت لپاره یو کمساری شاتګ بلل کېږي، ځکه دا د ټرمپ د دوهمې دورې له مهمو ترهګرۍ قضیو څخه وه. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو. محکمې د دوو ورځو په ترڅ کې اته ساعته سلا مشورې وکړې او بالاخره یې محمد شریف‌الله د «اسلامي دولت خراسان څانګې» (داعش خراسان) ته د ملاتړ برابرولو په دسیسه کې مجرم وباله، خو دا پرېکړه یې ونه شوه کولای چې د هغه عمل د کابل هوايي ډګر د ابي ګېټ د خونړۍ پېښې سبب شوې که نه.

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۶مې دغه برید د حامد کرزي هوايي ډګر په ابي دروازه کې ترسره شو او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو تر ټولو توره شېبه بلل کېږي، هغه مهال چې له ۱۲۰ زرو زیات کسان د ګډوډۍ او تاوتریخوالي په منځ کې له هېواده وایستل شول.

هغه مهال زرګونه افغانان چې د وتلو هڅه یې کوله، د هوايي ډګر دې دروازې ته راټول شوي وو. د ماښام له پنځو نیمو وروسته یو ځانمرګي بریدګر په سیمه کې زوروره چاودنه وکړه چې ګڼ تلفات یې واړول.

ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۱ کال پورې ټول امریکايي ځواکونه ووځي. وروسته جو بایډن د ولسمشر په توګه واک ته له رسېدو وروسته دا پرېکړه عملي کړه او پوځونه یې وایستل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...