دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت وایي؛ طالبانو په تېرو ۲ اونیو کې ۲۱۰...

د کورنیو چارو وزارت وایي؛ طالبانو په تېرو ۲ اونیو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( شنبه، د میزان ۱۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسولان وایي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵۰ یرغلیز بریدونه کړي کړي دي.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین زیاته کړې، طالبانو دغه راز په همدې موده کې ۸۶ ماینونو ته په چاودنې ورکولو سره ۲۱۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زیاته کړې، د افغان ځواکونو په متقابلو بریدونو کې هم طالب وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو نوموړي افغان ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره ښکاره نه کړه.

بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال زور اخلي چې هم مهاله ورسره په دوحه کې د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې د.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب