Homeخبرونهد ټرمپ مشاور وایي؛ ولسمشر په ډېرې سختۍ ساه اخلي او ستونزه...

د ټرمپ مشاور وایي؛ ولسمشر په ډېرې سختۍ ساه اخلي او ستونزه یې جدي ده

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) پر کورونا ویروس د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي، چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی، خو سي ان ان بیا د ولسمشر د تنفسي مشکل په اړه راپور ورکړی دی.

سي ان ان د خپل خبریال جیم اکوسټا له قوله ویلي: 《 شېبه وړاندي یې د ټرمپ د انتخاباتي چارو له یو مشاور سره خبرې کړې او هغه ورته ویلي، چې ټرمپ په ډېره سختي ساه اخلي او ستونزه یې جدي ده.》

د ټرمپ مشاور ویلي، هغه اوسمهال د روغتون په بستر کې ستړې ستړې ساه اخلي او وضعیت یې ډېر ښه نه برېښي.

د یادونې ده چې ټرمپ او مېرمن یې ملانیا ټرمپ تېره ورځ په کورونا ویروس اخته او روغتون ته لېږدول شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...