سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلي

امریکا وايي ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلي

تاند (شنبه د میزان ۱۲) امریکا وايي ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلي، او ارمنستان او اذربایجان دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

وروسته له هغه چې ترکیې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې پر مهال د اذربایجان ملاتړ وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، ترکیې ته خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې لاسوهنه نه کوي.

مایک پمپیو ویلي، ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو ډډه وکړي او ارمنستان او اذربایجان دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

د پمپیو په ونیا هیڅ ډول ستونزه د جګړو له لارې د هواري وړ نه ده او باید د خبرو مېز ته سره کیني.

مایک پمپیو د خپلو خبرو پر دوام ویلي، له اذربایجان څخه د ترکیې ملاتړ ستونزه لا پېچلې کوي نو ښه به دا وي چې د سیمې د ثبات لپاره له پارونکو اقداماتو ډډه وشي او په ارامۍ ددې ستونزې لپاره حل لاره پېدا شي.

ترکیې تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. During the first Gulf War in Iraq the Busch administration offered $40 billion to Turkey in
    exchange for letting a few American solders pass through Turkey invading Iraq. Turkey rejected the monetary reward but suggested that U.S. troop can use Turkish territory provided that Turkey ought to have a seat on the decision making table when the war is over. That offer rejected by the Americans.

    It looks like the same interest related issue is flaring up again, this time on a different geographical ground, potentially reducing pressure on Afghanistan.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب