یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د سولې خبرو په بریالیتوب سره به طالبانو ته کاري...

ولسمشر غني: د سولې خبرو په بریالیتوب سره به طالبانو ته کاري فرصتونه برابر شي

تاند (شنبه د میزان ۱۲) ولسمشر محمد اشرف غني نن په پکتیکا کې یوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل، که د سولې روانې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي نو له هغې وروسته به طالبانو ته په حکومت کې د کار کولو زمینه برابره شي.

افغان ولسمشر طالبانو ته په خطاب وویل، که د سولې روانې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسېږي او طالبان سبا دې خاورې ته راتلل غواړي، د دوی یتیمانو، کونډو او دوی ته د کارموندنې په ټولو برخو کې برنامې لري او څو نسله اولادونو  ته یې چې له زده کړو محروم پاتي دي هغوی ته د زده کړو امکانات برابروي.

غني وویل، مخالفین د وژنو په زور ځانونه مطرح کوي، رادې شي ځانونه دې په مثبت قوت بدل کړي، لاس دې راکړي، چې په ټول افغانستان کې امنیت او پرمختګ رامنځته شي.

ولسمشر غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په ملتیا پکتیکا ته سفر وکړ او هلته یې ددې ولایت د چارواکو په ګډون له بېلابېلو قشرونو سره وکتل.

د پکتیکا اوسیدونکو په یاده غونډه کې پر حکومتي چارواکو نیوکې وکړې او له ورغلي پلاوي څخه یې په دې ولایت کې د امنیت د ټينګښت او پرمختیایي پروژو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني هم د هغوی د خبرو په تایید سره وویل، څنګه چې لازمه وه په تېرو څو کلونو کې پکتیکا ته کار نه دی شوی، خو په خبره یې ډېر ژر به د دغه ولایت د امنیت د ښه والي لپاره د امنیې او پوځي لېوا نوي قومندانان په دندو وګماري.

نوموړي د ماليې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدران ته لارښوونه وکړه چې د راتلونکې مالي کال په بودیجه کې د پکتیکا لپاره درې لوی بندونه شامل کړي.

بل لور ته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د انګور اډې لار به په رسمي ډول ترانزیټ شي، او په دغه ولایت کې به یوه بله ولسوالۍ زیاته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب