چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نننی برید بشري...

ولسمشر غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نننی برید بشري جنایت بولي

تاند (شنبه، د میزان ۱۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نننی برید وغنده او یاد برید یې نه بښونکی، د اسلامي لارښوونو ضد او بشري ضد جنایت ياد کړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې ولسمشر ويلي: “طالبانو د ا مریکا متحدو ایالتونو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه، خو بدبختانه خپلې ژمنې یې عملي نه کړې او یواځې یې پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودرول.”

غني دغه راز زیاته کړې چې: “طالبانو او نورو تروریستي ډلو سره لاس یو کړی او هره ورځ بې ګناه وګړي وژني او عام المنفعه تاسیسات وېجاړوي.”

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د غني خېلو ولسوالۍ په برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې برید مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. د بوسو الندی اوبه مه بوزه خپل اولس دی تباه کړ. د منګل باغ په نوم دی یو لوی ظالم د شینوارو منطیقو کی ځای پر ځای کړی او اولس دی پر تباه برباد کړ دومره نه شی کولی چه دا منګل باغ له دی منطقی وباسی خو ویستلو په مرسته ورسره کوی. او اوس وایی چه بشری جنایت شوی دی ای دروغجنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب