سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد کرکټ بورډ ادارې بهر ته د نجیب ترکي د لېږدولو خبر...

د کرکټ بورډ ادارې بهر ته د نجیب ترکي د لېږدولو خبر ورکړی

تاند (شنبه د میزان ۱۲) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب ترکي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

نجیب ترکی تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله سخت ټپي شو چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته تر بېړنیو عمیاتو لاندې ونیول شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي، چې د نوموړي روغتیايي وضعیت تر عملېات وروسته هم ښه نه دی.

دې ادارې ټینګار کړی چې د ښاغلي ترکي د رغیدو لپاره به په ننګرهار کې ټولې روغتیايي آسانتیاوې برابرې کړي او له روغتیایي کتنو وروسته به ژر تر ژره کابل یا بهر ته د درملنې لپاره ولیږل شي.

بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې یوه ځانګړې طبي ډله یې د ترکي د درملنې او ارزونې لپاره ننګرهار ولایت ته استولې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو افغانانو هیله کړې چې د نجیب ترکي د روغتیا لپاره دعا وکړي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب