چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېد شینواري شهید شوې ماشوم پیغور | هیلۍ اسد

د شینواري شهید شوې ماشوم پیغور | هیلۍ اسد

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي
خو چاته؟!

د شینواري افغان ماشوم دا لیک او د زړه لیکل شوې جملې او په وینو او ګردونو لړلي د کتابچې پاڼې باید د راتلوونکي تاریخ پر لومړي مخ چاپ او راتلوونکی نسل یې باید ولولي
څه پوهه شوئ چې دا خبرې دې کوچنې ماشوم ولې لیکلي وي؟

ایا دغه ماشوم خبر وه چې وحشي دښمن به یې دی په داسې نازک بدن، معصومیت وخت او بدرنګه مرګ وژنې؟
یا دا خبرې یې روان نسل، مور او پلار، ټولنې، حکومت او یا هیواد ته لیکلي؟

فکر نه کوئ چې موږ هم عجیبه خلک یو؛

نېمه پیړۍ په پردي جنګ کې یو،
څومره جوړ نظامونه مو له خپو وغورځول،
څومره شریف خلک مو د اسلام او کفر په نوم د ځمکې له مخ ورک کړل،
څومره مو خپل هیواد او د هیواد پلازمېنه کنډواله کړه،
څومره خلکو د دې وطن د مخکینیو نسلونو پر سرونو او وینو لوبې او ګټې وکړي،
څومره قاتلان مو اتلان او وطن دوسته مو کافر او ظالمان دي،
د څومره جنګسالارانو، دیني او قومي ټیکه دارانو د نمانځنې لپاره مو هره ورځ د دغه معصوم ماشوم په څېر د زرګونو ماشومانو پر مخ د ښوونځي دروازې تړلي وي؟؟

ایا موږ عجیبه خلک نه یو؟!

چې د دې هر څه کوونکي خلک مو اوس هم د سترګو پر وړاندې ژوند کوي،
احترام ورته نه کوو، اتلان ورته نه وایو،
لا هم وطن دوستان او وطن پلورونکي پېژنو؟

ایا موږ لا هم له دومره بدبختیو ولې نه یو بدل شوې
موږ لا هم د دغه کوچنې شهید شوې ماشوم لپاره د کوم ښه راتلوونکي زیری او برنامه درلوده؟
فکر نه کوئ چې دغه ارمانجن، معصوم، نهیلی او پیغور ورکوونکی لیک یې موږ ته لیکلی وي؟

شاید هغه معصوم ماشوم خبر وه چې وحشي او بې اخلاقو دښمن لري
دی به وژنې، دا لیک به ترې پاتې کیږي خو موږ هم نه یو بدل،
موږ لا هم خپل دښمن او دوست ونه پېژنده
وایي، د اسلام په مبارک دین او انساني حقونو کې پر مور او پلار د ماشوم یو حق د سالم او ژوند ته د مناسب چاپېریال ټاکل او د ښه راتلوونکي زمینه برابرول دي
د اولاد سالمه روزنه او امکانات دي
خو زموږ ټولنې په تیره نېمه پیړۍ کې خپل ماشوم ته کوم ښه چاپېریال او راتلوونکی جوړ کړو؟
ځینې به فکر کوي چې یوازې بهر هیوادونو او اروپا ته د اولاد لیږل به یې ښه چاپېریال او د راتلوونکي فکر وي
خو داسې نه ده، ښه راتلوونکی د دې نېمې پېړۍ پردۍ جګړې لمنځه وړل او خپل دوست او دښمن پېژندل دي
راتلوونکی دې د وطن پلورونکو او قاتلانو پېژندل او هیرول دي
راتلوونکی د جنګیالي پر وړاندې لکه د غر درېدل او په خپل اولاد زده کړه ده
راتلوونکی له خپل وطن سره مینه او د هیوادوالو د حقه حقوقو پر وړاندې ځان مسوول ګڼل دي
راتلوونکی د ټوپک شپیلۍ پر ځای د قلم او کتاب په ژبه خبرې کول دي
راتلونکی خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنتیا ده

راتلوونکی د همدغه وحشي او بې اخلاقو دښمن پر وړاندې کلک درېدل او نه هیرول دي
په تیره نېمه پیړۍ کې د هر دښمن کړی ظلم او وحشت موږ هیر کړی

هیڅ سبق مو ترې نه دی اخیستی نو ځکه هر ځل په موږ تکرار شوی دی
راځئ اوس یې هم سر وخت دی
همدغه د شهید شوې معصوم ماشوم راکړی پیغور چې ((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي)) د ځان لپاره سبق وټاکو
بدلون رامنځته کړو
تیر هیر نه کړو بلکې د ښه راتلوونکی لپاره یې یو یاداښت ولیکو او ترې زده کړه وکړو
زه بیا وایم (( عجیبه خلک یو هیڅ نه بدلېږو))
راځئ بدل شو

راځئ دغه پیغور مو د تاریخ یوه پاڼه وبولو او دغه وحشي او بې احلاقو دښمن مو راتلوونکی نسل ته وپېژنو چې موږ دلته د شخصي ګټو، د پردیو هیوادونو په اشاره مخته وړونکي جګړې جګړه کوونکي درلودل.

2 COMMENTS

  1. موږ به عجیبه یو یا نه یو
    خو
    سیاسی جغرافیا مو د ټولو بشری جغرافیاوو خلاف یوه عجیبه جغرافیا ده.
    زموږ عجیب توب ! هم ددې عجیبی جغرافیا محصول دی.
    نا ممکنه ده یوه نازکه هوسۍ د ځنګل په هغه برخه کی روغه پاتی شی کومه چی د زمریانو او پرانګانو او کفتارانو او ګیدړانو او شرمښانو د حاکمیت سیوری پر خپور وی.
    بناً
    تعجب به هله وای چی تعجب مو نه کولای.

  2. عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي
    څه بدبختي ده! چې غله د چا مشران پاتې شي
    د مفسدینو په دولت کې د فساد قانون دی
    په دې فساد کې به نو څه د چا ایمان پاتې شي
    د غني خان او عبدالله دغه مفسد چارواکي
    د تمې نه دي چې به سم لکه انسان پاتې شي
    مه د امنیت تمه کوئ نه د خوشاله ژوندون
    عجب قانون دی چې غله قهرمانان پاتې شي
    هغه به کله رازیږیږي چې وطن راجوړ کړي
    زما په زړه به د اباد وطن ارمان پاتې شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب