سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د تاريخ نوى عنوان | حفيظ الله ياد 

د تاريخ نوى عنوان | حفيظ الله ياد 

(دا قصيده د غورځنګ مشر منظور پښتون ته ليکل شوې ده)

چي حسېن پسې عصرونه په ارمان شي
چي سرونه او ښارونه يزيدان شي
چي دا ځمکه شي په سرو وينو خړوبه
چي ستومانه له دې بويه شين اسمان شي
چي مکان لوخړي پورته کړي د ظلم
چي په سرو وينو اوبه کله زمان شي
چي موسیٰ وي لاس تړلې ژبه ګونګه
چي فرعون د ښارونو حکمران شي
چي څپې د استبداد سمندر ډوب کړي
چي ضعيف و دې څپو ته لا طوفان شي
چي د هيلو اخري ونه شي وچه
چي د ونو په سرو شګو کښې مکان شي
چي د ښځو ښېری خپل قوت و بايلي
چي زلمي په بې وسيو اوېزان شي
ځناور چي فناه غواړي له آدمه
چي عاجزه دا ماران لړمانان شي
بېګانه شي له نبضونو د دې خلګو
چي لار ورکي د دې خاوري شاعران شي
چي د ځمکي اوښکي هم په ختمېدو شي
اوبۀ وچي تر چتراله د بولان شي
______
چي د هيلو د غوټيو غاړي پرې شي
چي نېمګړې د هر چا پاته ارمان شي
چي په دار هر يو اتل شي د دې خاوري
چي قابضه په وطن کښې دلالان شي
چي شهيد د لوی رحمان بابا مزار شي
لوټي لوټي د کابل دارالامان شي
چي نصاب کښې دي جناح د قام اتل وي
چي نصاب کښې ملتپاله غداران شي
چي اوبۀ د اباسين شي مروري
چي په خپلو اوبو نور خلګ ودان شي
چي د پېغلو سترګي نه کوي جنګونه
چي د عشق په دغه کليو کښې فقدان شي
چي سقا په هڅکه غاړه حکمران وي
چي بې کوره زموږ امير امان الله خان شي
چي د امن پالوی بودا شهيد شي
په لمبو کښې ګير د خوږ وطن باميان شي
باوجود د خپلو سترو شاعرانو
لاهوری اقبال په دوی کښې غزل خوان شي
چي په بِل او په بِلا واسطه دلته
د لاهور شريف بد مخي قابضان شي
______
چي د سوات د بودا مخ په توره غوڅ شي
چي پر مخ يه پېل د اوسپينو باران شي
دومره لوی باور له منځه کډه وکړي
چي امين هم پر تره کي بد ګمان شي
د پنجاب توري اوبه يه په مخ يوسي
چي را خلاس کله له ډم د انګلستان شي
چي بچي يه د ټوپکو لاره نيسي
چي پرېدي ترې کتابونه قلمان شي
د بشير اخګر په مرګ پښتانۀ ورک وي
فناه ګيره يه اخر هزاره ګان شي
چي کوتري د وطن په وينو سرې شي
دورانونه په لټون د باچا خان شي
پښتنې پېغلې نيلام شي په پېتام کښې
خوړنځای دې پښتنو لره زندان شي
د احمد باچاهي پاته شي تېمور ته
پښتو ورکه شي وطن ټول پارسيوان شي
چي کابل کښې فرخنده په ورځ سنګسار شي
چي ملا سره وسله د خدای قران شي
چي نجيب د ښار په منځ کښې را ځوړند شي
چي کاميابه په خپل کار کښې مزدوران شي
______
چي هوا د پسرلي په بله مخ کړي
چي د نۀ تلو په تصميم دلته خزان شي
چي د شر مرمۍ را اوري له جماته
اېمانداره د وطن چي بې اېمان شي
چي زموږ خوېندو نيلام شي پر واټونو
چي اخته مو شازلمي په غم د ځان شي
چي يما د بلخ د ښار له جوړلو
لاس په سر شي، او مايوسه شي ستومان شي
چي دا ټولي ودانۍ شي لوټي لوټي
چي دا ټوله ګل بڼونه تش دامان شي
چي اته او هم اووه حذبونه واړه
د خدای کور کښې سپين قران ته ازاريان شي
چي په شته لوی احمد شاه او ميروېس خان کښې
زناکار بِن قاسم د زړۀ سلطان شي
څه به وايو د اشرارو په ننګ باندي
چي امام يه د قاضي رنګه شېطان شي
څه به شي غرور زموږ د افغانانو
چي په ارګ‌ کښې مېشت جاهله طالبان شي
څه قيامت وي د ميروايس نيکه پر خاوره
ګلبدين ، صياف ، عمر قهرمانان شي
______
چي د قام او د پښتو د ننګ په جرم
له خپل سره ورته تېر خان صمد خان شي
چي لمبې د زرتشتي اور بغاوت کړي
او کباب پکښې د خپل کور مومنان شي
چي يو قام وي خو له يوه نامه محروم وي
ګای پښتون شي ګای افغان سي ګای پټان شي
چي پښتو او اوېستا کړي ياري ماته
چي د ژبي مينه پاته تش دکان شي
په سينه کښې چي يه ښخ وي د ورور غشي
چي په خپل کور کښې پخپله تير کمان شي
چي زموږ د لېونيو سپېرۀ عشقونه
د عربو د حکمونو بنديوان شي
چي زموږ درواۍ د سر په بدله شي
چي نفرت زموږ په کلو کښې پرېمان شي
چي قبرونه دومره ډېر شي لکه ستوري
چي نامه د خوږ وطن مو قبرستان شي
چي هېواد مو څه په لر او څه په بر شي
نيم آزاد وي نيم په نوم د پاکستان شي
د يوې خاوري او ژبي خلګ دوه شي
چي قدرت د خپل قانون پر ضد روان شي
———-
هله وخت او تاريخ خپل پړاو پوره کړي
هله لمر د دې نړۍ پر مخ روښان شي
هله شپه مرګ ته نيزدې شي او زړه شي
هله لمر په راختلو کښې کامران شي
هله دا د پانګوالۍ نظام چپه شي
چي خبر د ځان په حق کله دهقان شي
هله عرش کښې شي د صبر پياله ډکه
هله سر ته خطر پېښ د تور جهان شي
هله سرۀ کلونه سرې غوټۍ خورې کړي
په دشتونو کښې د خدای د خير باران شي
هله دلته يو قامي اشر را جوړ شي
کور په کور د خپلواکۍ جګړه اعلان شي
هله دواړه لاس په سر شي ترې نه تښتي
که عرب که پنجابی او که ايران شي
هله سپين اوور پېدا شي پر سرونو
د قدرت يو مسيحا يه نګهبان شي
هله کښېږدي خپل سرونه پر ورغوو
درسته قام يې په يوه خوله يو زبان شي
هله يو بلال پېدا شي و ممبر ته
د پېړيو پس په دښتو کښې اذان شي
______
هله و دانګي خليل د نمرود اور ته
د ملګرو له همته په امان شي
هله مرګ ته ځان تيار اکبر خيبر کړي
هله جوړ يه له سرو وينو ګلستان شي
د زلميو پېغلکيو په لاسو کښې
د ملي اتل خوشحال خټک ديوان شي
هله مور و زېږوي د نور بڅری
چي د وخت او د دې خلګو ترجمان شي
د شېمر خنجر په خپله ملا کښې ښخ شي
د حسېن لښکر زمري د دې مېدان شي
هله و برېښي يو ستوری په اسمان کښې
تر قيامته په اسمان کښې جاوېدان شي
دا قوت په زيرکتيا په مثبت لاره
چي تر څو و وروستي جنګ ته يو کاروان شي
هله يو د ازادۍ سمبول اوچت شي
او ملګري يې دا پيغلي او ځوانان شي
نزول وشي د میوند د ملاليو
د منظور په نوم يه مشر ايوب خان شي
هله بيا د دې ورستو اوبو په بېخ کښې
را پيدا قيمت غمي لعل و مرجان شي
______
ته زموږ د لښکرونو سر لښکر شوې
هسي نه د هيلو کور درنه ويران شي
تاته ټوله پښتانۀ باور بخښلی
خدای يه مه کړه که دا هوډ په مخ د زيان شي
ته د وخت د دې ځپلو يوه هيله
بايد ستا هر يو قدم مو ترجمان شي
ستا نامه به باقي پاته په تاريخ کښې
د خپلواک او د شېرين افغانستان شي
د منظور پښتون له ننګه به ننګ اخلي
که د هر سړي په دې لاره ګذران شي
خدای دي و ساته له هره تاودۀ باده
ستا ژوندون دي د جنت د ويالې ميان شي
د افغان په نوم چي نوى تاريخ ليکو
د منظور پښتون شمله به يې عنوان شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب