شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکايي ديپلومات: افغان سوله کې د امریکا غیر مسوولانه چلند ستر خطرونه...

امریکايي ديپلومات: افغان سوله کې د امریکا غیر مسوولانه چلند ستر خطرونه جوړولی شي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) امریکایي دیپلومات وایي چې نړیوال باید په افغانستان کې د لاس ته راوړنو او پرمختګونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

امریکایي ديپلومات مارشل ایلنډ چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې وایي، د سولې هڅې د افغانستان په ګټه دي خو نړیواله ټولنه باید دې ته متوجه وي چې د افغانانو لاس ته راوړنې ضایع نه شي.

د هغه په خبره امریکا دمګړی افغانستان ته یوازې له امنیتي زاویې ګوري خو افغانستان هغه مهال نړۍ او سیمې ته خطرناک نه دی، چې پرمختللی اقتصاد، ثبات او ښه امنیت ولري.

د نوموړي په خبره نړیواله ټولنه باید د افغانستان له پرمختګ او اقتصادي ودې سره پوره همکاري وکړي او ددغه هېواد ددایمي ثبات لپاره هڅې وکړي.

ایلنډ دغه راز پر امریکايي حکومت غږ کړی چې د افغانستان د سولې له مسئلې سره مسئولانه چلند وکړي، ځکه په دې برخه کې بې پروايي د امریکا لپاره لوی خطرونه جوړولی شی.

امریکایي دیپلومات داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین لافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب