جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ: روغتيايي وضعیت مې ښه دی، بېرته خپلو کارونو ته دوام...

ډونالډ ټرمپ: روغتيايي وضعیت مې ښه دی، بېرته خپلو کارونو ته دوام ورکوم

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

هغه په یوه خپاره کړي ویډيويي پیغام کې ویلي چې د روغتیایي وضعیت په اړه یې رسنۍ غلط او ناسم راپورونه خپروي، خو دی جوړ دی او د لا ښه کېدو په لور روان دی.

ټرمپ دغه راز ویلي چې له دفتره یې د حکومت چارې پر مخ وړي او ډېر ژر به بېرته کمپاین ته ورستون شي او د امریکا د پرمختګ لپاره به کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په کورونا ویروس اخته شوی دی او نن دویمه ورځ ده چې په امریکا کې په یوه نظامي روغتون کې بستري دی.

تر دې وړاندې یې نږدې سلاکارانو ویلي وو چې د هغه روغتیايي وضعیت یو څه ګډوډ دی او په سختۍ سا اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...