یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمحب:پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي

محب:پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب پرون له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي پاکستان د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمولو په ژمنه کې بریالی نه شو او اوس هم ددغه ډلې ملاتړ کوي.

د هغه په وینا پاکستاني لوري هغه مدرسې نه دي ختمې کړې چې وسله وال طالبان پکې روزل کېږي او لا هم دغه ډلې ته پيسې او امکانات برابروي.

نوموړي ویلي طالب زندانیان خوشي کوي خو هغه مهال چې یاده ډله اوربند وکړي.

محب دغه راز ادعا کړې چې له زندان د خوشي شوو طالبانو له ډلې ۵۸۰ کسه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

د نوموړي په خبره دوی په دې اړه اسناد لري او همدا مسئله ده چې بې باوري یې رامنځ ته کړې ده.

محب یو ځل بیا ټینګار کړی چې حکومت بریالی دی او په یوازې ځان یې د راتلونکو کلونو د امنیت لپاره پلانونه جوړ کړي دي او د خطرونو د دفع کولو وړتیا لري.

محب داسې مهال دا څرکندنې کوي چې په قطر کې بین لافغاني خبرې دوام لري خو په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب