سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېد پارکینسون قانون Parkinson's law

د پارکینسون قانون Parkinson’s law

لیکنه :جویل فالکونر JOEL FALCONER، ژباړه: نعمت الله پټانزی

ولې د یوه ساعت کار د ترسره لپاره دری ساعته وخت ورکوو؟ او ولې د هغه ترسره کول دری ساعته وخت نیسي؟ولې د یوې پروژې یا کار تر سره کولو ته د یوه کلن تعریف ورکوو او د یوه کال په موده کې یې سرته رسوو؟ او که چیرې همغه پروژې یا کار ته اته میاشتې وخت ورکړو په اتو میاشتو کې تر سره کیږي؟ د دې ټولو پوښتنو ځوابونه د پارکینسون په قانون کې نغښتي دي.
پارکینسون په ارواپوهنه او مدیریت کې دیوه قانون نوم دی چې په ۱۹۸۵م کال کې د دانګلیسي لیکوال او تاریخپوه سی رل نورتکوت پارکینسون (Cyril Northcote Parkinson) لخوا مطرح شو.

چې زمونږ سره د وخت په مدیریت کې د کارونو د ښه ترسره کولو لپاره مرسته کوي، دا قانون په سازمانونو کې په بې سارې توګه د اهدافو پرځای د بیروکراسۍ ډیروالي بیانوي، پارکینسون په یوه مقاله کې وایي چې: په یوه بیروکراسي نظام کې د کارکوونکو شمیر په کلني توګه ۵ تر۷ سلنه پورې زیاتیږي پرته له دې چې د هغه نظام د کار په اندازه کې زیاتوالي راشي.

“د پارکینسون قانون” په اساس:

“فکر، د یو کار ترسره کول هغه وخت ته راکاږي چې ورته ټاکل شوی وي”
په اصل کې کولای شو د پارکینسون قانون په لاندې توګه بیان کړو:
ډیر وخت=د ډیر وخت ضایع کیدل
ډیر شمیر کسان=ډیره بیکاري
ډیرعاید=ډیر لګښت
نو په دې توګه اړینه ده چې د پارکینسون په قانون باندې برلاسي شو او په هغه باندې د برلاسه کیدلو لپاره مهم تکتیکونه دا دي:
– د زماني مهلت او معقول ضرب الاجل ټاکل او  په ځانګړي شوي وخت کې د کارونو په تر سره کولو باندې پابندي کول هغه څه دي چې خپلو موخو ته د رسیدلو لپاره زمونږ سره مرسته کولای شي.
– که چیري کوم کار مونږ ته راسپارل کیږي هرومرو باید دهغه د ترسره کولو لپاره معقول مهلت و ټاکو او په رڼه توګه یې برنامه ریزی کړو ترڅو د وخت او انرژي د ضایع کیدلو او همدارنګه د بې ځایه لګښت مخه ونیول شي.

– وخت مو باید مبارزې ته را وکاږئ یعنې د ورځنیو کارونو لپاره مو یو نوملړ(To Do List) ترتیب کړئ او د ترسره کولو په هغه وخت یې وویشئ چې مخکې له مخکې مو ورته ټاکلی دی او دهر کار دترسره کولو لپاره دهغه نیمایي وخت په نظر کې ورته ونیسئ او دهغه د ترسره کولو قواعدو ته پاملرنه وکړئ لکه بل هرضرب الاجل ! (Deadline)

– هغه فعالیتونه چې د تخصیص شوي وخت په نیمایي کولو سره په خپل وخت ترسره نه شي بیاځلې یې د وخت په زیاتولو سره وآزمایئ کیدای شي دهغه ښه او ګټور وخت د اولني تخمین شوي او  نیمایي تخمین شوي وخت ترمنځ وي .

– همدارنګه د سیالۍ حس دانساني غریزې د اصولو په رڼا کې وپالئ او له وخت سره دیوه سیال په توګه مبارزه وکړئ لکه څرنګه چې دلوبو جوړولو لوی شرکتونه او سپورتي کمپنۍ ورته پاملرنه کوي.

– که چیرې تاسو په کمپیوټر او د الکترونیکي کلنیوپه پام کې نیولوسره کار کوئ دا طریقه ستاسوسره مرسته کوي ترڅو تاسو پوه شئ چې څومره وخت مو تیر شوي او څومره پاتې دی په دې توګه تاسو د لاسي او ذهني محاسبو څخه خلاصیږئ او په لږ وخت کې مو خپل ماموریت پای ته رسولای شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب