شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهکندهار: شاولیکوټ ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی

کندهار: شاولیکوټ ولسوالۍ کې موټر بم برید شوی

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) د کندهار په شاولیکوټ کې د افغان ځواکونو پر یوه قرارګاه ځانمرګی برید شوی دی.

د کندهار ځایي چارواکي وايي موټر بم هدف ته له رسیدو مخکې له منځه وړل شوی، چې له امله یې یواځې بریدګر وژل شوی دی.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحی علوي ویلي چې پيښه پرون ماښام مهال په اوو بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل چې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د موټر بم برید وکړي، خو موخې ته تر رسیدو مخکې د ملي اردو ځواکونو په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.

علوي وایي چې په دې پيښه کې یواځې بریدګر وژل شوی او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ميوند او شاولي کوټ دوې بېلابېلي ولسوالۍ دي، چي حتی خپل منځ کي سرحد هم نه لري؛ یو ځل ليکل سوي چي برید پر شاولي کوټ سوی بیا ليکل سوي چي ميوند….

    ميوند د ګرشک کندهار منځ کي پرته ولسوالۍ ده، او شاه ولي کوټ روزګان ارغنداب منځ کي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب