جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسویډن کمېټې ننګرهار کې د بېرې ځنګل جوړ کړ

سویډن کمېټې ننګرهار کې د بېرې ځنګل جوړ کړ

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ)  د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې له لوري د بېرې ځنګل د کرلو چارې بشپړې شوې.

د دغې کمېټې سرچینو وویل، چې د بېرې دا ځنګل د ده سرک اړوند احمد خېلو سيمه کې  په شاوخوا ٦ هکتاره ځمکه کېنول شو، چې ٣ ميليونه افغانۍ مالي لګښت پرې راغلى.

د دې پروژې چارو شاوخوا ٣ مياشتې وخت ونيوه او د سويډن نړيوالې پرمختيايي اداري يې مالي ملاتړ برابر کړى و.

سرچینه زیاتوي، چې د بېرې دې ځنګل د دوامداره اوبه خور لپاره د لمريزې برېښنا منظم سيستم فعال شوى چې په دوو ذخيرو کې د شل زره ليترو اوبو ساتلو ظرفيت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په ګډون د هېواد له مختلفو ځنګل لرونکو سیمو څخه د ځنګلونو د ناقانونه وهلو او قاچاق راپورونه ورکړل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب