Homeکلتورپښتونخوا کې «د غني مېله» ترسره شوه

پښتونخوا کې «د غني مېله» ترسره شوه

تاند:( سې شنبه، د حمل لومړۍ)  د پښتونخوا په چارسده کې د مشهور فلسفي شاعر خان عبدالغني خان د اووه ویشتم تلین په مناسبت « د غني مېله» ترسره شوه.

دا مېله د عوامي نیشنل ګوند او د غني خان د مینه والو له لوري جوړه شوې وه.

په غونډه کې مختلفو فرهنګي او علمي څېرو د غني خان د فلسفې، شاعرۍ او د ژوند د نورو اړخونو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د موسیقۍ پروګرام هم ترسره شو، چې ډاکټر راشد احمد خان، سرفراز خان، استاد فضل وهاب درد او یو شمېر نورو هنرمندانو پکې د غني خان شعرونه له موسیقۍ سره وویل.

غني خان د پښتو فلسفي شاعرۍ سرلاری دی، چې تراوسه یې پر فکر، هنر او فلسفې زیاتې څېړنې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...