تاندې هیلې خزان رژولې، د کال مېله او نمانځنه جرم بلل شوې، زموږ (نجونو) پر ښوونځیو د ددروازو قلفونه نوي او کلک شوي، د وطن نیمه برخه له کار او ځواکه لوېدلې او ژوند راته د ناکیسو په سترګه ګوري
کال نوی کېږي، بزګران پر ځمکو لاس وهي، غاټول ټوکېږي او نارنج ګل وږمې خورې کړې دي
زما هیله شنډه شوې، زما یواځینی ارمان نیمګړی شو، زما د زدکړو بهیر نیمه خوا شو، پوهنتون ته پر تګ سزا ټاکل شوې او د خدای پېژندنې مراکزو ته تګ نه بښونکی جرم دی.
کال دې نوی شي، نارنج ګل دې عطرینې وږمې شیندي، دهقانان دې پر خپلو باغونونو او چمنونو وروګرځي، ملا دې د نوروز پر نمانځنې د تکفیر ټاپې ولګوي، خو ښوونځي دې د فحاشۍ مرکزونه نه بولي، ما په ښوونځي کې د خدای پېژندنې درسونه لوستي دي.
زه کال څنګه ونمانځم، زه له زدکړو محرومه یم، زه د زدکړو له تللي کاروانه پښه نیولې شوم.
نوی کاله! زموږ له کاله غلی تېر شه!
پر هغو مېنو ورشه، چېرته چې ژوند وي، چېرته چې د کتاب پاڼې غوړېدلې او د ښوونځي دروازې پرانیستې وي، زه دلته د یوې بې ګناه مجرمې په توګه د تورې خونې بندۍ یم او له الهي راکړي حقه مې د خدای استازي بې برخې کوي.