Homeخبرونهجرمني د لسګونو زره نورو افغانانو د منلو پروګرام اعلان کړ

جرمني د لسګونو زره نورو افغانانو د منلو پروګرام اعلان کړ

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۵ مه) د جرمني حکومت د هغو افغانانو د منلو لپاره، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخامخ دي، نوی پروګرام اعلان کړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو دا نوی پروګرام نن په برلین کې اعلان کړ.

دغه هیواد ژمنه کړې چې ۳۸ زره افغانان، په تېره بیا هغوی چې د طالبانو تر واک لاندې له خطر سره مخامخ دي، مني او شاوخوا ۲۶ زره افغانان له وړاندې جرمني ته رسول شوي دي.

د نوي پروګرام له مخې به د میاشتې زر تنه افغانان او د هغو د کورنیو غړي منل کېږي. په دې پروګرام کې په ځانګړي ډول هغه افغانان چې د طالبانو له لوري په نخښه کېږي په تیره بیا ښځینه فعالانې او د بشري حقونو دفاع کوونکي یا هغوی چې په څارنوالیو، قضا، عدلیې، سیاست، رسنیو، تعلیم، کلتور، سپورت او ساینس په برخو کې یې کار کاوه، جرمني ته بیول کېږي.

د دې پروګرام پر اساس هغه افغانان هم په جرمني کې منل کېږي چې د جنسیت، د درېیم جنسیت لرلو یا د مذهبي عقایدو کبله تعقیبېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ننسي فیسر په یوه بیان کې وویل:«د څرګند کړای شویو مشخصاتو له مخې، موږ د افغانستان هغو کسانو ته پناه ورکوو چې له خطر سره مخامخ دٍي.»

د نوي پروګرام پر اساس یوازې هغه افغانان په جرمني کې منل کېږي چې په افغانستان کې اوسي. تر دې مخکې جرمني په ځانګړي ډول له پاکستان څخه افغانان منل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...