یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغانستان لومړۍ تمریني مسابقه له بنګله دېشه وګټله

افغانستان لومړۍ تمریني مسابقه له بنګله دېشه وګټله

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۵ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د سیالۍ په درشل کې په لومړۍ تمریني مسابقه کې بنګله دېش ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۲۰ اورونو کې ۱۶۱ منډې هدف وټاکه خو د بنګله دېش ټیم په داسې حال کې چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ټولټال ۹۸ منډې وکړای شوې.

د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ کیپتان محمدنبي وکړ. ده په ۱۷ توپونو ۴۱ منډې وکړې. کیپتان ۵ شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم د تل په شان ښه بیټنګ وکړ. ده په ۳۹ توپونو ۴۶ منډې وکړې.

خو په باولینګ کې، فاروقي درې بنګالي لوبغاړي وسوځول مګر تر ټولو لږ منډې قیس احمد او مجیب الرحمان ورکړې. مجیب یو لوبغاړی وسوځاوه او په درو اورونو کې یې یوازې ۵ منډې ورکړې. قیس احمد هم په ۳ اورونو کې یوازې ۴ منډې ورکړې.

راشدخان په دې سیالۍ کې نه و.

فرید هم دوه لوبغاړي وسوځول او په ۳ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې. نوین الحق یو لوبغاړی وسوځاوه او ۶ منډې ورکړې. محمدنبي په ۳ اورونو کې یو لوبغاړوی وسوځاوه او ۱۱ منډې یې ورکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لوبډله مخکې تر دې چې د ۲۰۲۲ د شل اوره جام په لومړۍ سیالۍ کې د انګلیستان له لوبډلې سره مخامخ شي، د چهارشنیې په ورځ له پاکستان سره هم یوه تمریني مسابقه لري. پاکستان لومړۍ تمرینی سیالي پر انګلیستان وبایلله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب