یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د جمهوري نظام د سترې محکمې وروستی ريیس وفات شو

د افغانستان د جمهوري نظام د سترې محکمې وروستی ريیس وفات شو

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۵ مه)د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د سترې محکمې وروستی ريیس قانونپوه سيد يوسف حليم د ابوظبۍ په کمپ کې د ۶۲ کلونو په عمر وفات شو.

حلیم د ۲۰۱۵ د جولای په ۲۷ مه (د۱۳۹۴ د زمري په ۵ مه) د سترې محکمې ريیس ټاکل شوی و.

پخواني ولسمشر اشرف غني د قانپوه سیدیوسف حلیم د لوړې په مراسمو کې ویلي و: « د ولسمشر لومړۍ دنده د اساسي قانون د تطبیق څارنه ده، ولسمشر له یوې پیاوړې سترې محکمې پرته، چې پیاوړتیا یې له قانون څخه سرچینه اخلي، دغه دنده نه شي اجرا کولی.»

قانپوه سیدیوسف حلیم مخکې تر دې چې د سترې محکمې رييس وټاکل شي، د عدلیې وزارت د مسلکي مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

دی په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د کابل په نادریه لېسه کې کړي، لیسانس یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه ترلاسه کړی او ماسټري یې د حقوقو په برخه کې د ایران له ازاد اسلامي پوهنتونه اخیستې ده.

ده شاوخوا ۳۵ کاله پخوا د عدلیې وزارت د فوانینو په ریاست کې دنده پیل کړه او په دغه وزارت کې یې په بیلابیلو پوسټونو کې کار کړی دی. نوموړی تېر کال د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته له ګڼو نورو افغانانو سره مهاجر شو او شاوخوا یو کال یې د ابوظبي په کمپ کې تېر کړ.

1 COMMENT

  1. al lah jal jalalahu. dee. woobakhee/
    family tah dee khudaye ajer warkee/
    HE WAS REALLY HALEEM//HE WAS NICE & RESPOSIBLE PERSON.
    HE GOT RESPECT TO ALL.
    EVERY DAY WE MISSING MORE HIGH EDUCATED PEOPLES BUT FOR NEXT WE DON,T HAVE ANY WISHES.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب