یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر د لوړو زده کړو وزیر لېرې کړ او پر...

د طالبانو مشر د لوړو زده کړو وزیر لېرې کړ او پر ځای یې یو لا افرطي ملا وګوماره

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۵ مه) د طالبانو د حکومت رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې عبدالباقي حقاني د لوړو زده کړو له وزارته لېرې شوی او پر ځای یې د دوی د مشرملا هبت الله اخوندزاده په امر ملا ندامحمد ندیم د لوړو زده کړو وزیر ګومارل شوی دی.

ملا ندیم تر دې وړاندې د کابل والي و او د هغه په اړه ویل کېږي چې زښت سختدریځی دی.

تر دې وړاندې د ملاهبت الله اخوندزاده په امر د پوهنې وزیر، چې ویل کېدل د نجونو د زده کړو پلوی دی، له دندې ګوښه شو او پر ځای یې یو کم سواده ملا مقرر شو.

د ملاهبت الله اخوندزاده په اړه ویل کېږي چې کنټرول یې د بل چا په لاس کې دی او هڅه کوي چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ په شان سخت قوانین نافذ کړي څو د طالبانو رژیم لا ډیر په نړۍ کې منزوي او یوازې پاکستان ته محتاج شي.

عبدالباقي حقاني وروسته له دې له دندې ګوښه شو چې د ننګرهار پوهنتنون افتخاري دوکتورا ورکړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب