یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په اقتصاد کې د نوبل جايزه او ګټونکي يې

په اقتصاد کې د نوبل جايزه او ګټونکي يې

ليکوال: محمد جواد مصباح
د اقتصاد په برخه کې د نوبل جايزه يوازينۍ هغه ده چې خپله د الفرډ نوبل له خوا نه ده معرفي شوې، بلکې د سويډن مرکزي بانک د ده په ياد په ۱۹۶۸  کې رامنځته کړه او په ۱۹۶۹ کې يې عملاً راګنار فريچ او جان تينبرګن ته په لومړي ځل (د اقتصادي پروسو په تحلیل کې د متحرکو ماډلونو پراختیا او پلي کولو) په خاطر ورکړه، د روان ۲۰۲۲ز کال د اکټوبر په ۱۰ نېټه د اقتصاد په برخه کې دا ۵۳ جايزه وه چې تراوسه ۹۲ کسانو، چې په دې کې ۹۰ نارينه او صرف ۲ ښځې شاملې وې ورکړل شوې ده؛ چې سږ کال هم درې امريکايي اقتصاد پوهانو بن اس برنانکی (د امريکا د مرکزي بانک پخوانی رييس، د برکينګز څيړنيزې مؤسسې اوسنی استاد)، ډاګلاس ډبلیو ډایمونډ (د شيکاګو پوهنتون استاد) او فیلیپ اچ ډیبویګ(د واشنګټن پوهنتون استاد) ته د بانکونو په رول او د مالي بحرانونو په اړه د دوی د څيړنو له کبله ورکړل شوه، چې مجموعي ارزښت يې ۸۸۶ زره ډالر دی، چې د دوی درېيو ترمنځ به په مساوي ډول تقسيم کېږي، نوموړو وښودله چې په اقتصاد کې د بانکونو رول څه دی او بانک په اقتصادي کړکيچ کې څه کولی شي؟
د Great Depression يا لوی اقتصادي بحران چې له دوهم نړيوال جنګ يوه لسيزه مخکې په ۱۹۳۰ کې رامنځته شوی و، نړيوال تجارت ۵۰٪ راکم شو، د نړۍ ناخالص داخلي توليدات ۱۵٪ را کم شول، چې په ټوله کې يې د ګردې نړۍ اقتصادي وضعيت ته سخت ضربه ورسوله او بلاخره د کينز او پلويانو نظريات يې و چې ويل به يې: حکومت دې په بازار کې لاسوهنه وکړي او اقتصادي چارې دې په خپل کنټرول کې واخلي ترڅو د خودسريو مخه ونيول شي او د انفرادي کتنې په ځای دې اقتصاد په کُلي ډول مطالعه شي، همغه و چې بحران کنټرول شو، برنانکي ددې بحران د لا ژوروالي او غځېدلو اصلي علت په بانکونو د خلکو هجوم وروړل بلل دي.
ډايمونډ او ډيبوګ د بانکونو د اهمیت، دندو، مسوليتو، قوانینو او دا چې څنګه تبليغات او د ډيوالي کېدو آوازې دوی زيانمنوي او څنګه يې مخه نيولی شي څېړنې کړې دي.
د لوی بحران له اغېزو څخه د وال سټريټ د اسهامو بازار سقوط هم یادولی شو، چې ددې بازار په سقوط کې تر ډېره د شايعاتو او آوازو ونډه هم بارزه وه.
نو دوی وايي چې حکومتونه بايد په بانکونو کې د خلکو د امانتونو ضمانت وکړي، له يوې خوا به په بانکونو د باور کچه لوړه شي او له بلې خوا به د کړکيچ په وخت کې په بانکونو هجوم نه زياتېږي او د بحران مخنيوی به کيږي.
د سويډن د علومو شاهي اکاډمي وايي چې دوی په ټوله کې خلکو او نړۍ ته ور ښودلې چې څنګه مالي کړکيچونه پخپل ځان کې خنثی کړي او اجازه ورنه کړي چې په مالي بحران بدل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکانوميسټ مجلې په ګډون ډېری اقتصاد پوهان په نژدې راتلونکي کې په نړۍ د سخت اقتصادي بحران د راتلو وړاندوينه کوي.
د هغو کسانو ليست چې له ۱۹۶۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې يې په اقتصاد کې يې د نوبل جايزې اخيستې دي:
۲۰۲۲، بن برنانکي، ډاګلاس ډایمونډ او فيليپ ډيبويګ
۲۰۲۱، ډیویډ کارډ، جشوا آنګریست، او ګایدو ایمبنز
۲۰۲۰، پل میلګروم او رابرت ویلسون
۲۰۱۹، آبهیجیت بانرجی، استر دوفلو او میشل کرمر
۲۰۱۸، ویلیام نورډهاوس او پاول رومر
۲۰۱۷، ریچارد تالر
۲۰۱۶، الیور هارټ او بنګت هولمستروم
۲۰۱۵، انګس دیتون
۲۰۱۴، ژان تیرول
۲۰۱۳، یوګن فاما، لارس پیتر هنسن، او رابرت شیلر
۲۰۱۲، الوین روث او لویډ اس. شپلی
۲۰۱۱، توماس سارجنت او کریستوفر سیمس
۲۰۱۰، پیتر ډایامونډ، ډیله مورتنسون او کریستوفر پیساریډ
۲۰۰۹، الینور اوستروم او اولیور ویلیامسون
۲۰۰۸، پل کروګمن
۲۰۰۷ ، لئونیډ هارویکز، اریک ماسکین او راجر مایرسون
۲۰۰۶،اډمونډ فلپس
۲۰۰۵، توماس شیلینګ او رابرت آمان
۲۰۰۴ ، فین کیډلنډ او اډوارډ پرسکات
۲۰۰۳، رابرت انګل او کلایو ګرانجر
۲۰۰۲، ډانیل کانمن او ورنون اسمیت
۲۰۰۱، جورج اکرلوف، میشل سپنس او ژوزف ستیگلیتز
۲۰۰۰، جیمز هکمن او دانیل مکفا
۱۹۹۹، رابرټ مانډل
۱۹۹۸، آمارتیا سن
۱۹۹۷، رابرټ مرتون او مایرون اسکولز
۱۹۹۶، جیمز میرلیز او ویلیام ویکری
۱۹۹۵، رابرت لوکاس
۱۹۹۴، جان هارسانیا، جان نش او رینهارډ سلپن
۱۹۹۳، رابرت فوګل او ډاګلات نورت
۱۹۹۲، ګری بکر
۱۹۹۱ ، رونالډ کوز
۱۹۹۰، هری مارکویتز، مرتون میلر او ویلیام شارپ
۱۹۸۹، تریژه هاولوم
۱۹۸۸، ماوریک آلایس
۱۹۸۷، رابرټ سولو
۱۹۸۶، جیمز بوکانان
۱۹۸۵، فرانکو مودیګیلیانی
۱۹۸۴، ریچارډ ستون
۱۹۸۳، جرارد دبریو
۱۹۸۲، جورج ستیګلر
۱۹۸۱، جیمز توبین
۱۹۸۰، لاورنس کلین
۱۹۷۹، تیودور سکالټز او سر آرتور لویس
۱۹۷۸، هربرټ سیمون
۱۹۷۷، برټیل اولین او جیمز میډ
۱۹۷۶، میلټون فریډمن
۱۹۷۵ لیونیډ ویتالیویچ کانتوروویچ او تجالینګ کوپمنز
۱۹۷۴، ګونار میردال او فردریک آگست
۱۹۷۳، واسیلی لئونتیف
۱۹۷۲، جان هیکس او کنت آرو
۱۹۷۱، سیمون کوزنتز
۱۹۷۰، پل سامویلسن
۱۹۶۹، رنجر فریچ او جان تینبرگن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب