یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې پر ۲سوه جريبه ځمکې د ليمو باغونه جوړيږي

لغمان کې پر ۲سوه جريبه ځمکې د ليمو باغونه جوړيږي

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ د خوړو خوندیتوب پروژې له لارې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ جریبه لیمو بڼونو جوړولو چارې پیل کړې.

د لغمان د کرنې طالب رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د قرغیو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د لیمو ۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.

 ‎مولوي محسن وویل، چې بڼوالو ته به د یاد دفتر لخوا د بوټو د ساتنې او پالنې په برخه کې وخت په وخت روزنه او سلا مشورې هم ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې له لارې د قرغیو ولسوالۍ ۴۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو ته ۱۲ زره چرګان او ۱۲۰ ټنه د چرګانو دانه او نور توکي هم وېشل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب