Homeخبرونهبیل ګیټس: د پولیو پرضد د مبارزې لپاره ط-انو سره مذاکرات کوم

بیل ګیټس: د پولیو پرضد د مبارزې لپاره ط-انو سره مذاکرات کوم

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د نړۍ مشهور میلیاردر او د پوليو پر ضد د مبارزې مخکښ په افغانستان کې د دغه مرض پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه د طالبانو حاکمې ادارې سره خبرو ته د چمتوالي خبر ورکړی.

د تلګراف ورځپاڼې د راپور په اساس، نوموړي ویلي چې په دې اړه ېې هڅې صادقانه دي او طالبانو سره هم باید خبرې پرې وکړي.

نوموړي وويل، چې په قطر کې ېې په دې اړه د طالبانو استازو سره یو لړ خبرې شوې هم دي.

د مايکروسافټ کمپنۍ مالک د نړۍ پر مشرانو نیوکه کړې، چې پولیو مرض ډېر جدي نه بولي او پر وړاندې ېې مبارزې ته ډېره پاملرنه نه کوي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ټوله کې داسې همکاریو ته لېواله دي او نړیوال ورسره ګډ کار ته را بولي.

پرون په افغانستان کې شاوخوا شپږ نيم میلیونه ماشومانو ته د پوليو پر وړاندې د واکسين کمپاين پيل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...