یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نورستان پر منډول جهیل د سیاحت لپاره پانګونه کيږي

د نورستان پر منډول جهیل د سیاحت لپاره پانګونه کيږي

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د نورستان لپاره د طالبانو چارواکو ویلي،چې یو شمېر پانګوالو د دې ولايت لپاره د طالبانو والي حافظ محمد آغا حکیم سره د منډول پرجهیل د تورېزم او سیاحت لپاره د پانګونې په اړه خبرې کړي .

د نورستان د طالب والي دفتر ویلي،چې نوموړي پانګوالو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

 حافظ حکیم وویل:« ټول هغه پانګه وال چې د توریزم او سیلانیانو ته د اسانتیاو د جوړولو په برخه کې علاقه مندي لري کولاي شي په ډاده زړه په نورستان کې پانګونه وکړي.»

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د نورستان د منډول جیهل یا یاد ډنډ چې شا او خوا یې ځنګلونه او شنې سیمي دي، ۳ کیلومتره اوږدوالی او ۶سوه متره پلنوالی لري او یوه ښکلې سیمه یې رامنځته کړې ده .

یاد ډنډ ۲۰۰ مترو په اندازه ارتفاع هم لري، چې د برېښنا بند لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي په روایتي ډول د دې جهیل د جوړېدو علت زرونه کلونه پخوا د غرونو ښوییدنه ګڼي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، نورستان ته د خلکو تګ راتګ زيات شوی او په پراخه کچه سیلانیان ورڅخه ليدنه کوي.

د دې ولايت د سړکونو خرابوالی بيا د سیلانیانو یو مهم شکايت دی،چې د حل غوښتنه ېې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب