یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران له افغانستان سره د امریکا بشري مرستو ته د شکمنو سياسي...

ایران له افغانستان سره د امریکا بشري مرستو ته د شکمنو سياسي معاملو په سترګه ګوري

تاند:(سې شنبه، د ميزان ۲۶مه)‏‌ د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) په یوه راپور کې له افغانستان سره د امریکا متحده ایالاتو دوامداره نقدي بشري مرستو او په قطر کې د طالبانو او امریکا د استخباراتي مشرانو وروستۍ لیدنې ته د مرموزو سیاسي معاملو نوم ورکړی.

د ایران دغه اژانس په دې اړه یوه راپور کې زیاته کړې چې امريکا په دې مرستو په وسیله غواړي چې په افغانستان کې په یوه بله بڼه استخباراتي حضور، پر طالبانو اغېز او د سیمې امنیت زيانمن کړي.

ایراني رسنۍ له زیاتو جزییاتو پرته د طالبانو يو شمېر مشران امريکا ته متمایل ګڼلي او زياته کړې يې ده چې د امریکا دوستي به ورته د پرزول شوي جمهوري نظام په شان ښه تجربه نه وي.

 د طالبانو چارواکو او وياندويانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د چارو يو شمېر شنونکي د طالبانو لپاره د سيمې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اړيکو موازنه ساتل ستونزمن بولي.

د دوی په باور، د طالبانو د تېرې څه باندې يو کلنې واکمنۍ په موده کې دوی په دې موازنې ساتلو کې پاتې راغلي‌.

د طالبانو چارواکي بیا وايي، چې دوی د منوازن بهرني سياست په رامنځته کولو بريالي شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب