یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د ځیګر لپاره نوي درمل چې د پیوند اړتیا ختموي

د ځیګر لپاره نوي درمل چې د پیوند اړتیا ختموي

تاند- یو ډول نوي درمل جوړ شوي چې په ځیکر یا ینه کې خاص پروتین فعالوي او په نتیجه کې یې د ځیګر هغه برخه بېرته جوړېږي چې په جراحي عملیاتو کې غوڅېږي.

د انترسټینګ انجینیرینګ د راپور له مخې، ځیګر د انسان هغه غړی دی چې ځان په خپله احیا کولی شي. ځیګر له دې سره سره چې په درو کې دوې برخې یې په جراحي عملیاتو کې غوڅ او لېرې شي، بیا هم د وخت په تېرېدو بېرته بشپړېږي.

عموماً د ناروغۍ په تېره بیا د سرطان په حالت کې د ځیګر هغه برخه په حراجي عملیاتو کې لېرې کېږي چې سرطان پکې ریښې ځغلولې وي او له ښه مرغه د ځیګر پاتې برخه وده کوي او بېرته بشبړیږي. خو د درملو له کبله زیانونه، د ډیرو الکولو استعمال یا زیات چاغښت د ځیګر کار له ستونزو سره مخامخوي.

که ټول ځیګر ته ناروغي خپره شي، یوازینۍ لار یې د انسان بدن ته د بل ځیګر پیوند دی مګر په اسانه بل ځیګر چې څوک یې اهدا کړي، نه موندل کېږي.

د پیټسبرګ د ځیګر د څیړنیز مرکز څېړونکو د ځیګر د احیا کېدو او سرطان په اړه څېړنې کړي دي. په موږکانو کې د دوی څېړنې وښوده چې نوي جوړ شوي درمل یو راز خاص پروتین فعال کړي چې د دغه غړي د یوې برخې له پرې کېدو یا د جراحي عملیاتو له کبله له ټپي کېدو وروسته هغه ژر ترمیم شي.

ځیګر د انسان په بدن کې تر ۵ سوه ډیر کلیدي او مهم کارونه کوي او داسې پروتینونه تولیدوي چې په بدن کې د وازدو د لېږدولو، د امونیا (Ammonia) په شان د زهري موادو د له منځه وړلو او پر ګلایکوجین د اضافي ګلوکوزو د بدلولو توان لري.

1 COMMENT

  1. ځينې کارونه او د تداوي امکانات تر اوسه د څېړني په ډېر ابتدايي پړاو کې وي اول خو يې د کاميابي چانس ډېر نه وي او بل چې تر څو تر دې حده رسېږي چې ناروغ ته مساعد شي دې کې يو عمر نور وخت هم تېرېږي. دا خبر همداسې درواخلئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب