سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان:د ط-انو استخبارات جبرآ تبلیغات را باندې کوي

د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان:د ط-انو استخبارات جبرآ تبلیغات را باندې کوي

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ په افغانستان کې د ټولنيزو رسنيو يو شمېر فعالانو د نومونو د نه خپریدو په شرط تاند وېبپاڼې ته ويلي،چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په جبري ډول د طالبانو په پلوۍ تبليغاتو ته مجبورکړي دي.

څو تنه دغه فعالان چې له وېرې نه غواړي نومونه ېې واخیستل شي، زیاتوي چې د طالبانو د استخباراتو اداره په بېلابېلو ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ د رياستونو، ځوانانو چارو آمریتونو او تعلیمي او ورزشي ادارو په همکارۍ د فعالو ځوانانو ليستونه برابر کړي او په پرله پسې ډول ېې د استخباراتو ادارې ته ور غواړي.

سرچېنې زیاتوي، چې د طالبانو استخبارات معمولا د ور غوښتو ځوانانو موبایلونه په دقت سره لټوي او هڅه کوي، چې د دوی منتقدانو او مخالفو رسنيو سره د اړيکو اسناد یې ومومي.

د دغو ځوانانو د شکایت په اساس، د طالبانو د استخباراتو او همکارو ادارو له لوري یې د دوی د تبليغاتي ډلو د همغږۍ لپاره واټسپ ګروپونه جوړ شوي، چې پکې د طالبانو په پلوۍ او د مخالفانو خلاف ېې موضوعات شریکیږي او له ځوانانو څخه ېې د خپريدو غوښتنه کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو يو شمېر ادارې او چارواکي ځوانانو ته د ټولنیزو رسنیو د استعمال په اړه ځانګړې غونډې هم جوړوي.

تېره اونۍ د ننګرهار د ورزش ادارې لپاره د طالبانو مسوولینو په دې اړه یوه غونډه بللې وه، چې د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت مرستيال دوکتور لطف الله خيرخوا پکې ځوانانو ته د ټولنیزو رسنیو په اړه لیکچړ ورکړی و.

د طالبانو استخباراتو او نورو ادارو سره په دې اړه په خبرو ونه توانیدو.

طالبانو مخکې له خلکو سره د جبري چلند راپورونه رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب