شنبه, اپریل 27, 2024
Homeجنرال وزیريسوکاله ټولنه| دولت وزیري

سوکاله ټولنه| دولت وزیري

په ټولنه کې د تحرک رامنځته کولو لپاره انګېزه په کار ده او انګېزه هغه وخت رامنځته کېږي، چې خلک د یوه سوکاله ژوند هیله ولري او سوکاله ژوند په تدبیر او پوهې ترلاسه کېږي.

که د تاریخ پاڼې په ځير سره واړول شي بې له شکه دې پایلې ته رسېږو چې د ژوند ټول پرمختګونه د بشپړ تدبیر او حوصلې  په پایله کې منځ ته راغلي دي. اوسنۍ ډېرې مډرنې الوتکې د تدبیر او بشپړ حوصلې پایله ده. د رايت له وروڼو لا مخکې د انسانانو له خوا د الوتکو د جوړولو هڅې پیل شوې وې.

د رايټ وروڼو “ارویل ١٨٧١ – ١٩٤٨ او ويلدرز رايټ ١٨٦٧ – ١٩١٢ م کلونه” د خپل ژوند په بیه دې عملې ته انکشاف ورکړ او تر ننه د ډېرو هلو ځلو او ستونزو په منلو او ګاللو سره دغه ستر شاهکار د انسانانو په برخه شوی دی. برېښنا، موټر، کمپیوتر او نور ټول پرمختګونه بې له تدبیر او بشپړ حوصلې نه دي تر لاسه شوي.

د کورنۍ او ټولنې جوړول او پرمختګ هم د پېړیو- پېړيو د زیار نتیجه ده. انسانانو د کهول له تشکیل وروسته ټولنې رامنځته کړي، د ژوند او اوسېدلو دودونو او رواجونه یې” قوانین” هم ورته را منځ ته کړل.

لومړنۍ او پخوانۍ ټولنې د نننيو ټولنو په څېر پرمختللې نه وې او نه يې دودونه او قوانین دومره پرمختللي وو. دا تول پرمختګونه او قوانین د بشپړ تدبیر او زغم حاصل دی. په هر څه کې عجله په کار نه ده. وايي، عجله خو شیطان کړې وه چې د لعنت توق يې پر غاړه شو.

د ژوند د ټولو وسايلو په نسبت د ټولنې جوړول، سوکالي او مدني ساتل ستونزمن کار دی او ډېر زیار او بشپړ حوصلې ته اړتیا لري. د ټولنې له نظم او استقرار سره باید سرسري او بېباکانه چلند ونه شي.

 خدای بخښلي روهي صاحب د ټولنې هوساینه په یوه لوښي کې له اوبو سره مقایسه کړې وه. روهي صاحب به ویل:

«که په یوه ظرف کې اوبه یو ځل وښورول شي، او بیا پرېښودل شي د اوبو موجونه ارامېږي او بېرته خپل حالت ته راځي او که په دوامداره توګه وښورول شي، هېڅ وخت خپل اصلي موقف چې آرامتیا ده، نه شي خپلولای.»

 روهي صاحب وايي: «ټولنه هم هره ورځ او په دوامداره توګه ښورولو او انقلابونه ته اړتیا نه لري.»

حقیقت هم همدا دی، ټولنه له یوه وار ښورولو او انقلاب وروسته یو نسبي استقرار ته اړتیا لري او له هغې وروسته بل ګام اخیستل په کار دي.

تدبیر او حوصله په کار ده، په منډه او هره ورځ بدلونونو سوکاله ټولنه په لاس نه راځي.

له بده مرغه په دې تېره نیمه پېړۍ کې زموږ افغاني ټولنه د هرې ورځې د ښورولو او انقلابونو له امله هېڅ نسبي استقرار هم تر لاسه نه کړ، ځکه چې هره ورځ بدلون د ټولنې هوساینه او آرامتیا له منځه وړې ده. ټولنه مو د اوبو هغه ظرف ته ورته ده چې تل د ښورولو په حال کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب