جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهغزني کې دوه زامنو خپل پلار ځړولی او وژلی

غزني کې دوه زامنو خپل پلار ځړولی او وژلی

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د‌ غزني په اندړو ولسوالۍ کې دوو زامنو خپل پلار ځړولی او وژلی دی.

د ځايي خلکو په وینا، دغه پېښه د خل کلي په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

سرچېنې وايي، چې د طالبانو ځواکونو د وژل شوي سړي یو زوی نیولی او بل په تېښته بریالی شوی دی.

د دغې پېښې دلیل نه دی روښانه، ځايي چارواکو ېې په اړه څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یوه کس خپل ۳۵ کلن زوی له دې کبله حلال کړی و، چې د پلار له دویم واده سره ېې مخالفت کړی و.

په وروستيو کې د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه د داسې پېښو خبرونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...