یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهالجزیره: واشنګټن ط-انو ته د دوی د مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ...

الجزیره: واشنګټن ط-انو ته د دوی د مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ ورکړی

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ الجزيرې تلويزيون د طالبانو د ځینو سرچینو له خولې خبر ورکړی، چې د امریکا د استخباراتو مرستيال په قطر کې د طالبانو د استخباراتو له عمومي رییس سره د وروستیو مذاکراتو پر مهال د دوی د وسله والو او نورو مخالفانو د نه ملاتړ ډاډ ورکړی.

د طالبانو د ادارې چارواکو او د امریکا متحده ایالاتو رسمي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو او امریکا د استخباراتي مشرانو دغه مذاکرات څه موده مخکې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شول.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د ملاتړ تور پورې کړ.

د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر پرون د ولسمشر پوتین څرګندونې رد او پر غلطو معلوماتو ولاړې وګڼلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب