شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغان او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

د افغان او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۶ مه) د افغانستان د طالبانو او ایراني پولو ساته ترمنځ تېره شپه د نیمروز ولایت د ورېښم پُل سرحدي سیمه کې نښته شوې ده.

ورېښم پُل د افغانستان د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته څېرمه دی.

د شاهدانو په وینا او تاند ته د رسیدلیو تصویرونو او صوتي پیغامونو پر اساس، ایراني پوله ساتو پر دوو لاریو، چې ټیل پکې بار وو هغه مهال ډزې وکړې چې هغو ته یې د دریدو امر وکړ خو لارۍ ونه درېدې.

لومړۍ لارۍ ولګېده او زیانمنه شوه اخو دوهمه لارۍ ودرېده. ایراني پوله ساتو د لارۍ چلوونکی وواهه.

د دې پېښې په ځواب کې طالب پوله ساتو وروسته له دې چې په ورېښم پل کې یې ټولو موټر چلوونکو ته وویل چې خپل موټرونه له سیمې لېرې کړي، پر ایراني پوله ساتو ډزې وکړې.

د دواړو خواوو ترمنځ ډزو تر یو ساعت ډېر دوام وکړ. وروسته دواړو خواوو خبرې پیل کړې او موافقه یې وکړه چې نور به پر یو بل ډزې نه کوي.

د ایران او طالبانو ترمنځ د نیمروز او هرات په پولو کې په ځلونو نښتې شوي دي.

1 COMMENT

  1. دا به ومنو چې ټالبان په دولتمداري او ښه ګاونډیتوب نه پوهیږي ، ځکه چې تجربه نه لري . خو پارس بیا ځان ته یو پخوانی دولت وایی . ایرانیان ولې په ښه ګاونډیتوب نه پوهیږي او هر عکس العمل یې د وحشیانو په شان وژل او د مشکوکو وسایطو تر اور لاندې نیول وي.
    له دې معلوميږي چې د ایران آخندان هم زمونږ له ټالبانو بدتر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب