یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهصنعت کارانو سره غونډه؛ملا برادر: ملاتړ مو کوو، خو کيفيت ته پاملرنه...

صنعت کارانو سره غونډه؛ملا برادر: ملاتړ مو کوو، خو کيفيت ته پاملرنه وکړئ

تاند:(سې شنبه ،د ميزان ۲۶مه)‏‌ د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند نن د اوسپنې ویلې کولو فابریکو له مسوولينو سره د غونډې پر مهال هیله مندي وښوده،چې افغانستان به د صنعتي کيدو مزل تر سره او د پياوړي اقتصاد څښتن شي.

نوموړي وویل:«زه د یو مسؤل په صفت پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي؛ ځکه موږ که د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ په موخه صنعت ته ترجیح ورکوو، کیفیت او معیار بیا راته تر ټولو لومړیتوب لري.»

ملا برادر زياته کړه،هڅه کوي چې د برېښنا په برابرولو او همدا راز ستاسې د ځاني او مالي امنیت په تأمین کې لا ډېره همکاري وکړي.

 ملا برادر اخوند وویل،موږ له هېواد څخه د زړو اوسپنو د ایستل کېدو مخنیوی وکړ،

چې د خامو موادو ضرورت پوره او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو.

د هغه په وينا، په پلان کې لري چې د شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کوونکې فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د يادې غونډې پر مهال د صنعت کارانو د څرګندونو جزییات نه دي خپاره شوي.

1 COMMENT

  1. Amazing Politics!!!
    The subject Mullah likely have no usable skill to support even himself financially but since he has the power of gun, appointed to lead a nation economy at the size of Afghanistan!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب