جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپاکستان: په لومړي ځل مو د افغانستان په لاره منځنۍ اسيا ته...

پاکستان: په لومړي ځل مو د افغانستان په لاره منځنۍ اسيا ته د صادراتو زمینه برابره شوه

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ ‏په روسیه کې د پاکستان سفیر شفقت علي خان وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنيدو سره په لومړي ځل ېې هېواد ته د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د صادراتو زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د دغو صادراتو سطحه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي چې دا صادرات د پام وړ دي.

پاکستاني سفير د روسیې ټاس خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د پاکستان د صادراتو لېږد شاوخوا يوه مياشت وخت نيسي.

د طالبانو حاکمې ادارې او پاکستاني حکومت په دې اړه د کومې هوکړې په اړه جزييات نه دي ورکړي.

پاکستان له ډېرې مودې له افغان ترانزيت څخه د ورته استفادې هیله لرله، خو د افغانستان حکومتونه ورسره موافقې ته نه رسیدل.

د افغانستان بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل په دې اړه ویلي وو، چې پاکستان نه ېې منځني اسيا ته د لار ورکولو په بدل کې د هند سمندر ته د لارې اخيستو شرط وړاندې کړی.

د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په يوه مرکه کې پاکستان ته د يادې لارې د ورکولو د هوکړه ليک د موجودیت يا څرنګوالي په اړه له جزییاتو پرته وويل، چې پاکستان هم افغان صادراتو ته د ترانزیتي لارې د ورکولو ژمنه کړې ده.

1 COMMENT

  1. د افغانستان د جهاد داستان
    کرنيل امام
    ۷۸ – ۷۹ مخونهله پوره تفصيلاتو ورکولو او شواهدو وړاندې کولو وروسته هغوی باوري شول چې طالبان کوم پردي خلک نه دي، بلکې زمونږ خپل روزل شوي دوستان دي او دا به د پاکستان له پاره هيڅ سردردي نه جوړوي؛ بلکې دوی به وکولای شي په افغانستان کې د پاکستان ګټې خوندي کړي، نو بيا ډېر زيات خوشاله شول. له دې وړاندې د طالبانو په اړه ډېرې عجيبې خبرې کېدلې تر دې چې د آی ايس آی د يوې مهمې برخې مشر راته ويل چې خبر شوی ملا بورجان په اصل کې ملا نه، بلکې يو انګرېز جاسوس دی چې په دې نوم د طالبانو په منځ کې کار کوي.
    ما ډېر زيات ورته وخندل او بيا مې ورته د شوروي پر خلاف د روزلو ۳۵ مثالي ځوانانو پروژه را ياده کړه ورته مې ويل که مو په ياد وي، نو ملابرجان هم يو له هم هغې شاګردانو څخه دی.
    دا شکونه او شبهات ځکه پيدا شوي وو چې مونږ په ډېره خفيه توګه هرڅه مخ ته وړل. زما ډېر ښه ملګري او د پاکستان لوی خادم جنرال حميدګل زما ډېره زياته مرسته کوله. جنرال شاهد عزيز زما د ضرورت اړوند شيان تل پر وخت را رسول، خواجه صيب چې د عرب مجاهدينو سره يې ډېر ښه روابط وو زما ډېره مرسته وکړله. همدا ډول نور ډېر نوي ځوانان وو چې دهغوی ډېرې ښه ملګرتيا او مرستو زمونږهر کار دومره پټ او خوندي وساتلو چې زمونږ له دې پراجيک بيرون کسانو تر دی وخته پورې هېڅ ډول معلومات نه درلودل. دا زمونږ له پاره بريا وه که په دې اړه له وخته مخکې خبرونه خپاره شوی وای مونږ په دومره کاميابۍ سره په افغانستان د طالبانو د قبضی خوبونه نه شول ليدلای.
    هم هغه و چې بيا هم د پاکستان ټولو ادارو زمونږ همکاري شروع کړه او طالبانو ته دومره کار وشو چې په ډېر لږ وخت کې د نړيوالو رسنيو د خبرونو سرلي‍‍ک شو.
    په دې تړاو په ما ډېر شکونه کيدل حتی له دې کبله ډېرو افغان ملګرو هم راته ګوتې څنډلې. د اکتوبر په ۳۰مه نېټه بېنظير بوټو ترکمنستان ته سفر درلود . ه مونږ مرسته وغوښتل شوه چې د پاکستان له خوا د ترکمنستان خلکو ته ځينې مرستې چې د موټرو شمېر يې تر ۳۰ کېدلو ور وړو. دا موټرونه په کندهار کې ودرول شول. د حامد کرزي پلار خپلو کسانو ته امر کړی وو چې په دغه موټرو کې ځينې پيسې او وسلې هم ځای پر ځای کړي او رسنۍ را وغواړي چې نړۍ ته ښکاره کړو پاکستان د طالبانو پوځي او مالي مرسته کوي. ما ورته کړل چې ښاغليه زمونږ مخه نيول به درته ډېر سخت تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب