Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد کندهار پروسس شوې وچې مېوې مختلفو هېوادونو ته صادرېږي

د کندهار پروسس شوې وچې مېوې مختلفو هېوادونو ته صادرېږي

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ ‏له کندهار څخه پروسس شوې وچې مېوې پر هند، پاکستان، ایران او متحدو عربي اماراتو سربېره د تاجکستان بازارونو ته هم صادرېږي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د يادې فابريکې د جوړیدو وخت نه دی مشخص کړی، خو وايي د ۱.۵ میلیونه ډالره لګښت پرې شوی.

په دغه فابریکه کې شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي د وچې مېوې د پروسس په بېلابیلو برخو کې کار کوي.

د فابریکې مشر جمیل افغان وايي، د ورځې تر ۵ ټنو پورې انځر، شکرپاره، آبجوشي، ممیز او ځېره پر نړيوالو معيارونو پروسس کوي.

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، چې په نړيوالو بازارونو کې د پروسس شوې وچې او تازه مېوې غوښتنه کېږي، چې د استولو امکانات یې موجود دي.

کندهار د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د افغانستان له تر ټولو ډېرو ځپل شويو سيمو څخه و، چې هره ورځ د وژلو او ورانولو خبرونه ترې خپریدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...