دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبريښنا شرکت:که سياستوال او زورواکي مو پورونه را نه کړي،جايدادونه ېې پلورو

بريښنا شرکت:که سياستوال او زورواکي مو پورونه را نه کړي،جايدادونه ېې پلورو

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو خبرداری ورکړ، چې که د یاد شرکت پوروړي د برېښنا د لګښت پورونه ورنکړي، نو جایدادونه به يې خرڅ کړي.

د دغه شرکت لپاره د طالبانو ټاکلي ویاند حکمت الله میوندي وویل، چې ډېری پوروړي یې یو ‌شمېر پخواني زورواکي او سیاسیون دي چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي.

میوندي زیاته کړه، چې د طالبانو د رئيس الوزرا په امر د برېښنا شرکت د پوروړو څخه د پورونو راټولولو کمېټه، د طالبانو د کورنیو او ملي دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست له استازو څخه جوړه شوې ده.

د هغه په وينا، په تېرو دوو اوونیو کې يې په پلازمېنه کابل کې د برېښنا شرکت ۳۲۹ پوروړي تثبیت کړي او له دې ډلې څخه یې له ۳۳ کسانو څخه ۶ میلیونه او ۲۱۴ زره افغانۍ راټولې کړې دي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د هېواد په ۵ زونونو کې له هغو شرکتونو او سواداګریزو مرکزونو څخه، چې د برېښنا شرکت پوروړي وو، ۶۷۵ میلیونه ۳۳زره ۹۲۵ افغانۍ پورونه راټول کړي دي.

بريښنا شرکت مخکې هم پخوانيو چارواکو او سياستوالو ته ورته خبرداری ورکړی و.

يو شمير بهر ته تللو چارواکو او سياستوالو د طالبانو له بیا واکمنيدو سره ويلي،چې د بریښنا شرکت پوروړي نه وو، خو طالبانو ېې په کورونو کې کډې اړولي او د نورو لګښتونو مسوولیت دوی ته راجع کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب