دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونه۶نيم ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسين پيل شو

۶نيم ميليونه ماشومانو ته د پوليو واکسين پيل شو

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ ‏د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د پوليو يا ګوزڼ پر وړاندې د شاوخوا ۶ نیم میلیونه ماشومانو د واکسین کمپاین پیل شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي،چې دغه کمپیاین د نړيوالو مرستندويانو په مرسته پیل شوی، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

سرچينه زياتوي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره تر دې دمه د پولیو پرضد د واکسین دا شپږم کمپاين دی، چې تر سره کیږي.

د روان میلادي کال له پیله تراوسه د افغانستان په پکتیکا او کونړ ولايتونو کې د پولیو په مرض دوه اخته ماشومان ثبت شوي.

په پام کې ده، چې په تازه پیل شوي کمپاين کې له پینځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسين شي.

د طالبانو له لوري د عامې روغتيا ټاکل شوي وزير ډاکټر قلندر عباد له ټولو کورنيو غوښتي، چې خپل ماشومان د پولیو پرضد واکسين کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب