Home+په نړۍ کې تر ټولو د تیزې وړانګې څرک ولګېد

په نړۍ کې تر ټولو د تیزې وړانګې څرک ولګېد

تاند- دا ګاما وړانګه چې په نړۍ کې د الیکترومقناطیس تر ټولو د لوړې انرژۍ چاودنه ده، په لومړي ځل د اکتوبر په ۹ مه د یوه ټیلسکوپ په وسیله کشف شوه.

د امریکا پوځي سپوږمکیو په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې په تصادفي ډول ګاما وړانګې کشف کړې وې. دا ډول وړانګې احتمالاً کله چې د سترو ستورو عمر پای ته رسیږي او مخکې تر دې چې په بلک هول یا تور سوري بدل شي یا کله چې د نیوتروني ستورو پاتې شونې له یو بل سره ټکر کوي، رامنځته کېږي.

دا ډول چاودنې په څو ثانیو کې دومره انرژي رامنځته کوي چې لمر یې یې د خپل عمر په ۱۰ میلیارد کلونو کې تولیدوي.

هغه وړانګه چې د اکتوبر په ۹ مه یې څرک ولګېد، تراوسه پورې په درست عالم کې په کشف شویو وړانګو کې تر ټولو قوي او تیزه وه. د دې وړانګې انرژي ۱۸ تیرا الکترون ولټه (TERAELECTRONVOLT) وه. تیرا الیکترون ولټ د ۱۲ په توانه ۱۰ معادل انرژۍ واحد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...