دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکندهار کې یوه پلار خپل دویم واده سره مخالف زوی حلال کړی

کندهار کې یوه پلار خپل دویم واده سره مخالف زوی حلال کړی

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ ‏د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په باندي سیمه کي یوه پلار خپل زوی حلال کړی دی.

ځايي سرچينو ويلي، چې دغه حلال شوی زوی ۳۵ کلن و.

د سرچينو په حواله، نوموړی خپل پلار له دې امله حلال کړی، چي د ده له دوهم واده سره یې مخالفت کړی و.

د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې په کندهار کې د يوه پلار له لوري د دوو زامنو د حلالولو خبر ورکړل شوی و.

د هغې پېښې علت د قاتل پلار رواني ستونزې ښودل شوې وې.

3 COMMENTS

  1. خدای ته وګوره دا د مرګ ژوبلې او وحشت خبرونه مه خپروئ. دغه ډول خبرونه نور هم داسې ناوړه کارونو ته هڅوي. د خدای په دا دومره پراخه دنیا کې تاسو د غم او درد خبرونه خپروئ.

  2. دریمه کرښه باید اصلاح شي( د زوی پر ځاى پلار لیکل سويدئ ).
    یقینا چی ددې شهوتى پلار ډګه به په دوږخ کى سړه سى.

  3. دا هم باید اصلاح شي چی چا د خپل دوهم واده د مخالفت له امله څوک یا کوم یو حلال کړی دی.
    د پلار له دوهم واده سره د مخالفت له امله زوی حلال شوی دی او که د زوی د دوهم واده د مخالفت له امله زوی حلال شوی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب