تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین وايي، چې د پاکستان پوځيانو د پښتونخوا په وزيرستان سيمه کې د ډزو پر وخت د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوه غړي په ګډون ۶ تنه ټپيان کړي.
د هغه په وينا، د یادو اعتراضونو دليل دا و، چې پاکستاني ادارو په وزيرستان کې د پکتیکا له انګور اډې سره لاره تړلې وه او هم ېې انټرنيټي خدمتونه محدود کړي وو.
ښاغلي پښتين د پاکستان پوځ تورن کړی، چې د ډېرو پښتنو له وينې توييدو وروسته ېې لا هم د دوی وینې توییدو ته دوام ورکړی.
د پښتنو د حقونو یوه فعال امتیاز وزیر بيا ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو د دغو ډزو پر مهال څلور تنه اعتراض کوونکي وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د اعتراض کوونکو ځینې ویډیو ګانې هم خپرې شوي،چې دوی د یوه ځوان د جسد لېږدولو په حال کې ښيي.
د پاکستان پوځ او حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پښتونخوا په ځینو سیمو کې له څه مودې راهيسې په مرموز ډول بیا د پاکستاني طالبانو د فعاليتونو د پیل خبر ورکړل شوی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون ملتپالو ګوندونو لسګونه زره کسان په مختلفو سیمو کې د دغو تحرکاتو خلاف په اعتراض ويستي.
اعتراض کوونکو د پاکستان پوځ او استخبارات د دوی په سیمو کې د طالبانو په نوم د نوو لوبو په پيل تورن کړی.
پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.