جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهبریتانیا د ط-الب ضدو مسلح ډلو د ملاتړ په اړه د پوتین...

بریتانیا د ط-الب ضدو مسلح ډلو د ملاتړ په اړه د پوتین تور رد کړ

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیرهوگو شورتر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه تور رد کړ،چې ګواکې بریتانیا د طالبانو د حاکمې ادارې د وسله والو مخالفانو ملاتړ کوي.

بریتانیانوي شارژدافیر وويل،چې هېواد ېې د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې د بدلون غوښتونکو ملاتړ نه کوي.

پوتین ویلي وو، چې امريکا متحده ايالات، بریتانیا او یو شمېر نور لویدیز هېوادونه د خپلو استخباراتي ادارو په وسيله د طالبانو وسله وال مخالفین د ګاونډيو هېوادونو پر پولو بریدونو ته هڅوي او ملاتړ ورڅخه کوي.

د بریتانیا شارژدافیر بيا وايي،چې په دې اړه د پوتین اطلاعات غلط دي.

نوموړي زياته کړې:« بریتانیا د ثبات د ترويج، بشري حقونو او ښې حکومتولۍ تر څنګ له طالبانو سره عملي تعامل ته دوام ورکوي.»

د روسیې ولسمشر په تازه څرګندونو کې دا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخنیوی بايد وشي، خو په دې اړه ېې نور جزییات نه وو ورکړي.

د طالبانو حاکمې ادارې د روسیې د ولسمشر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب