علمي او څېړنیز کارونه د ټولنیزې پرمختیا او د هر ډول ستونزو او پوهاوي لارې چارې روښانه کوي، خو د هرې ستونزې د حل په موخه د څېړنې له اصولو سره اشنايي اړینه موضوع ده. د علمي او څېړنیزو کارونو لپاره مطالعه او د څېړنې له لارو چارو سره اشنايي څېړنې ته لوری ورکوي.
زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هر کال په زرګونو مونوګرافونه، په سلګونو تېزسسونه او په لسګونو د دوکتورا ډیزرټېشنونه لیکل کېږي، خو د پوهنتونونو له ډېرو هڅو سره سره یې له ستونزو سترګې پټولای نه شو او دغه ستونزې په لسګونو لاملونه لري، خو یو اساسي لامل یې دا دی چې په دې برخه کې یو منظم سیستم ته اړتیا لیدل کېده چې د هرې موضوع لپاره باید یو لارښود وي او د همدې لارښود پر بنسټ څېړنې، علمي او عملي کار تر سره شي.
د علمي ترفیعاتو په برخه کې هم استادان له ځینو ستونزو سره مخامخ وو او په پوهنتونونو کې ځینو نورو موضوعاتو لپاره هم د یو منظم سیستم په پام کې نیولو سره بېلابېلو لارښودونو ته اړتیا لیدل کېده چې د ټولو پوهنتونونو ځینې ستونزې حل شي، نو د همدې اړتیا پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت په چوکات کې په لسګونو بېلابېل لارښودونه جوړ شول او د افغانستان ټولو پوهنتونونو ته به په متحد المال توګه ولیږل شي او له دې وروسته به د ټولو پوهنتونونو لپاره د منظم سیستم په توګه له همدغو لارښودونو څخه ګټه واخېستل شي.
له دغو لارښودونو څخه یې شپږ لارښودونه (د مونوګراف لیکنې لارښود «طبیعي او ټولنیز علوم»، د فوق لیسانس برنامو څېړنیزو پروژو لارښود «ماسټري او دوکتورا»، د ملکي لوړو زده کړو علمي کارد غړو د علمي اثارو د لیکنې لارښود «څېړنه، تألیف او ژباړه» رهنمود نګارش مونوګراف «علوم طبیعی او علوم اجتماعی»، رهنمود پروژه های تحقیقی برنامه های فوق لیسانس «ماستری و دوکتورا»، رهنمود نګارش اثار علمی اعضای کادر علمی پوهنتون ها و نهاد های تحصیلات عالی ملکی«تألیف، تحقیق و ترجمه») چاپ شول.
همدارنګه شپږ نور لاښودونه (د فزیکي کتابتون لارښود، د الکترونکي کتابتون لارښود، د نوښت او ابتکار پالیسـي، پالیسی خلاقیت و نو اوری، رهنمود کتابخانه الکترونکی او رهنمود ساخت کتابخانه فزیکی) به په نژدې وختونو کې چاپ شي.
پورتني ټول لارښودونه د کتاب په (A5) فارمټ کې چاپ شول. هر لاښود د لوړو زده کړو وزارت وزیر او د علمي معین پیغامونه او د څېړنې، تألیف او ژباړې رییس مقدمه لري. د هر لارښود فهرست او لارښود پېژندنه هم په منظمه توګه ښودل شوی دی. هر لاښود لږو ډېر ۵۰ مخه لري چې د یو مهم کتاب ارزښت ورته ټاکلی شو.
د دغو لارښودونو په اړه ویلای شو:
- په ټول افغانستان کې به د مونوګراف لیکنې یو لارښود عملي شي.
- د ساینس او ټولنیزو علومو په برخه کې به د مونوګراف لیکنې جلا جلا لارښودونه شتون ولري.
- نور به د مونوګراف په نوم محصلانو ته ژباړې نه ورکول کېږي، یوه ابتدايي څېړنه به تر سره کېږي.
- د ټولو مونوګرافونو ورډ او پي ډي ایف به په پوهنتونونو کې د څېړنې معاونیتونو ته سپارل کېږي، ترڅو یو داسې سیستم جوړ شي چې په راتلونکي کې بل کس هغه موضوع وانخلي چې مخکې پرې کار شوی وي.
- په پښتو ژبه کې د پلجریزم معلومولو لپاره اړتیا لیدل کېږي چې زموږ د ژبې مواد په انټرنیټ کې وي، نو دغه مونوګرافونه به په سیستم کې وي او په دې برخه کې زموږ سره مرسته کولای شي.
- ټول مونوګرافونه به په دقیق ډول لیکل کېږي او د کتاب په سایز کې به چاپېږي او د پوهنتون په کتابخانو کې به موجود وي، ترڅو د ماخذ په توګه ترې ګټه واخېستل شي.
- ټول مونوګرافونه به د همدې لارښود په پام کې نیولو سره لیکل کېږي او یوه ابتدايي علمي څېړنه به وي. د تحقیق معاونیت له ارزیابۍ وروسته به یو ښه اثر وي.
- د پورته یادونو په پام کې نیولو سره به مو د ماسټرۍ او دوکتورا یادې ستونزې هم حل شي.
- په کتابخانو کې د فزیکي او بريښنايي کتابون ستونزې هم په دغو لارښودونو کې ښودل شوي او یوه تګلاره ورته ټاکل شوې ده.
- د نوښت او پالیسي لارښود د محصلانو او استادانو په نوښتیزو کارونو کې مرسته کولای شي چې لارښود یې جوړ شوی دی.
په پای کې ویلای شو چې دغه لارښودونه په لسګونو نورې ستونزې هم حلولای شي او د افغانستان په تاریخ کې د دې لوی کار ویاړ لوړو زده کړو وزارت تر لاسه کړ او په راتلونکي کې به ورځ تر بلې څېړنیز کارونه لا علمي شي.
په درنښت