شنبه, اپریل 26, 2025
Home+په مصنوعي ذهانت جوړ شوي عکسونه څنګه وپېژنو؟

په مصنوعي ذهانت جوړ شوي عکسونه څنګه وپېژنو؟

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۴ مه) هره ورځ ګڼ جعلي تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي چې د مصنوعي ذهانت په مرسته جوړ شوي دي. دغو تصویرونو په انترنیټ کې د سپم بڼه خپله کړې ده.

که څه هم د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د تصویر جوړولو پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې معرفي شوی، راپورونه ښیي چې تر اوسه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي تر ۱۵ میلیارده زیات تصویرونه په انټرنیټ کې خپاره شوي دي.

د اوپن‌اې‌آی د تازه معلوماتو له مخې، کاروونکي هره ورځ د “ډال‌ای۲” ماډل په وسیله له ۲ میلیونو څخه زیات انځورونه تولیدوي. یوازې د ۱۵ میاشتو په موده کې، دغه پروګرام نژدې ۹۱۶ میلیونه مصنوعي تصویرونه جوړ کړي دي.

د دغو تصویرونو ډېری کاملاً غیرواقعي او غیرمعقول ښکاري.

د ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره، د دې انځورونو کیفیت په دوامداره توګه ښه کېږي او ورځ تر بلې واقعي بڼه غوره کوي، چې له اصلي تصویرونو څخه یې تفکیک کول سخته کېږي.

 تازه، یوه فرانسوۍ مېرمن د داسې ټګۍ ښکار شوه، چې ۸۳۰ زره یورو یې له لاسه ورکړل. جعلکار د مصنوعي ذهانت په وسیله د امریکا د نامتو فلمي ستوري “براد پټ” په تصویرونو کې په لاس وهلو هغه تېرایستلې وه.

څنګه په مصنوعي ذهانت جوړ شوي تصویرونه وپیژنو؟

که څه هم دا تصویرونه ډېر واقعي ښکاري، خو لاهم بې عیبه نه دي او د مختلفو تخنیکونو په کارولو سره یې له اصلي عکسونو څخه تفکیک کولی شو.

د انسان د شکل ناسم جوړښت

د مصنوعي ذهانت په وسیله د جوړو شویو تصویرونو یو له عامو نښو څخه د انسان د بدن په شکلونو کې کوچنۍ نیمګړتیاوې دي.
– مصنوعي ځیرکتیا عموماً د لاسونو په جوړولو کې تېروتنې کوي، چې ګوتې یې ډېرې اوږدې، لنډې، نامتوازنې یا یې شمېر غیرمعمولي وي. د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په جوړو شویو تصویرونو کې د انسان د لاس ګوتې څلور، شپږ یا حتی اووه وي.
– د بدن غیرطبیعي تناسب یا د مخ غیرمتوازن جوړښت هم عامې ستونزې لري.
– سترګې، چې د مصنوعي ذهانت لپاره تر ټولو پیچلي اجزا دي، کله نا کله غیرمتناسبې، ناسم انعکاس لرونکي یا د تصویر له واقعیت سره سره، بې‌روحه ښکاري.

تحریف شویو لیکنو ته پام وکړئ

یو له ښکاره نښو څخه د متن تحریف دی. د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونه د لوستلو وړ کلمو په جوړولو کې ستونزه لري، او اکثر بې‌معنا، ګډوډ یا ناقصې لیکنې تولیدوي.
– دا تېروتنه د سړک په نښو، بیلبورډونو یا د محصولاتو پر لیبلونو کې لیدل کېدای شي.

نامتوازن سیوري او انعکاسونه

د رڼا انعکاس او سیوري هم مصنوعي انځورونه افشا کولی شي.
– په حقیقي تصویرونو کې، رڼا د طبیعي فزیکي اصولو پیروي کوي، خو په مصنوعي تصویرونو کې انعکاسونه او سیوري ممکن د رڼا له سرچینې سره سمون ونه لري، چې تصویر غیرعادي او غیرواقعي ښکاروي.
– ډېر تصویرونه له یو ډول او یوشان رڼا څخه برخمن وي، چې سطحه یې ډېره صیقلي او غیرطبیعي ښکاري، د ډیزني کارتونونو ته ورته.

د دې نښو په موندلو سره، کولی شئ جعلي تصویرونه له اصلي هغو جلا کړئ او د انټرنیټ د تېرایستونکو او ناسمو معلوماتو له جال څخه ځان وژغورئ.

غیرطبیعي بشپړتیا

د مصنوعي ذهانت په وسیله تولید شوي تصویرونه معمولاً د ریښتینو عکسونو طبیعي نیمګړتیاوې نه لري.
– په اصلي عکاسۍ کې، د کمې رڼا عکسونه ډیجیټلي شور (نویز) لري، خو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله په جوړو شویو تصویرونو کې دا یا نه لیدل کېږي، یا په غیرطبیعي ډول یوشان ښکاري.
– مصنوعي ځیرکتیا اکثر سطحي جوړښتونه ډېر نرم او هوار جوړوي، چې له کبله یې د بدن پوست، کالي، او نور سطحي عناصر ډېر بې عیبه او غیرواقعي ښکاري.

سیوري نمګړتیا لري

د بې‌نیمګړتیا پوست او تکراري بڼو ستونزه

– ځینې مصنوعي مخونه دومره صاف، بې‌داغه او بې‌سیوري ښکاري لکه چې په افراطی ډول فلټر شوي وي .
– بله عامه نښه د تکراري بڼو موجودیت دی. مصنوعي ذهانت اکثر د ځانګړو جزئیاتو په جوړولو کې ستونزه لري، چې له امله یې ځینې عناصر په تصویر کې په ناڅاپي ډول تکرارېږي.
– په ډله‌ییزو تصویرونو کې، ځینې خلک تقریباً یو شان څېرې لري.
– د شالید (بک‌ګرونډ) ځینې برخې هم ممکن په غیرطبیعي ډول تکرار شي، چې د جعلي توب نښه وي.

د تصویر له چوکاټه بهر نښې ولټوئ

که څه هم یو تصویر په لومړي نظر کاملاً واقعي ښکاري، خو د هغه محتوا او چاپېریال ممکن د جعلي توب نښې دروښيي.
– ځینې عامې نښې دا دي:

  • شیان چې په ناسم ځای کې ځای پر ځای شوي وي.
  • کلتوري ستونزه (لکه ناسمه ژبه یا دود).
  • تاریخي تېروتنې (لکه د زوړ وخت په عکس کې عصري شیان).
  • د سړک نښې چې غلط رنګونه لري.
  • انعکاسونه چې له واقعیت سره سمون نه لري.
  • د معمارۍ عناصر چې د تصویر له ځایي سبک سره نه ښایي.

څنګه د تصویر اصليت تایید کړو؟

که یو تصویر طبیعي ښکاري خو لا هم شک پرې وي، نو د تصدیق لپاره مختلف وسایل شته:
– د عکس معکوس لټون (Reverse Image Search) د ګوګل له لارې، دا طریقه له کاروونکو سره مرسته کوي چې وګوري، آیا دا عکس مخکې په انټرنیټ کې خپور شوی، او د اصلي سرچینې په موندلو کې مرسته کوي.
– که څه هم د کشف وسیلې (Detection Tools) لا هم له نیمګړتیاوو خالي نه دي، خو د جعلي تصویرونو په موندلو کې مرسته کولی شي.

دا تخنیکونه له تاسو سره د انټرنیټي تېرایستنو او جعلي عکسونو له لومې څخه په خلاصون کې مرسته کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...