Homeخبرونهپاکستان د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ وتړله

پاکستان د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ وتړله

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۴مه】په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار عبدالجبار حکمت رسنیو ته ویلي، چې پاکستاني لوري تېره شپه شاوخوا لس بجې تورخم لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

د هغه په خبره، پاکستاني لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار تړلې ده.

د حکمت په خبره:” پاکستان له موږ وغوښتل چې فرضي کرښې ته څېرمه دې له تاسیساتو جوړولو ډډه وکړي خو ها غاړې ته دې د پاکستان له لوري د تاسیساتو جوړولو ته غبرګون نه ښیي.”

سرچینې زیاته کړې چې دا مهال سلګونه مسافر، ناروغان او بار وړونکي موټر د دغې دروازې خلاصېدو ته په تمه دي.

تورخم دروازه وخت ناوخته د هر راز تګ راتګ پرمخ د پاکستان له لوري تړل کېږي.

شنونکي وایي پاکستان تل هڅه کړې چې د سیاسي موخو د پلي کولو په خاطر له کډوالو او تورخم دروزاې د فشار په توګه ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...