جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاسحاق ډار؛ افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې د ټي ټي پي...

اسحاق ډار؛ افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې د ټي ټي پي لاسو ته ورغلي

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۴مه】د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، پاکستان افغانستان کې د طالبانو له حکومت او دا چې دغه هېواد په وچه کې پروت دی، همکاریو ته ژمن دی، خو زیاتوي چې، د طالبانو حکومت باید د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارېدو ډاډ ورکړي.

اسحاق ډار له ټي ار ټي سره مرکه کې دغه راز ادعا کړې چې افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې وسلې د ټي ټي پي لاسونو ته ورغلي دي.

هغه پاکستان کې د هغو مېشتو افغانانو په اړه چې، درېیمو هېوادونو ته د سفرونو لپاره په تمه دي زیاته کړې چې، که هر درېیم هېواد دغه افغانان ونه لېږدوي، پاکستان به یې بېرته خپل هېواد ته واستوي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ویلي و چې، د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي او د افغانستان ټولې وسلې او پوځي تجهیزات خوندي دي.

خبریاله: وږمه مراد

1 COMMENT

  1. اسحاق ډار،
    په شرمونو خو تاسې نه شرمېږئ کنه هندوانو او بنګاليانو خو درنه يوځلې پرتوګونه ايستلي دي او هماغه مو بس دی، خو شرم درکې نشته.
    دا د امريکا ټولې وسلې چې راتلې او ستاسې په لاس کې توضيع کېدې، نو هغه خو خير دی. ته دا ما ته ووايه چې دا وسلې امريکا رالېږلې او تاسې ورکولې د افغانو د وژلو او د افغانستان د بربادۍ لپاره، ايا موږ هم کله وويل چې …..
    که دا افغانستان او هندوستان نه وای، نو تاسې به دا تور په چا لګولی وی؟
    ايا په خدای (ج) به مو لګولو، که څنګه؟
    څه مو چې کرلي هغه به نن رېبئ.
    په شرمونو وشرمېږې. پنجابي نظامي واکمنانو ته مو ووايئ چې ….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...