جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهشهیدي؛ د لومړۍ لوبې تېروتنې به مو راتلونکو لوبو کې بریالي کړي

شهیدي؛ د لومړۍ لوبې تېروتنې به مو راتلونکو لوبو کې بریالي کړي

تاند 【شنبه د کب ـ حوت ۴مه】د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د چمپینزټرافۍ په لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا ماته وخوړه.

جنوبي افریقا د پچي په ګټلو سره لومړۍ توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې د ۳۱۶منډو هدف وټاکه.

افغانستان ښه پیل ونه کړ او په لومړیو کې یې لوبغاړي ژر له لاسه ورکړل خو رحمت شاه بیا د لوبې تر ۴۳م اور ولاړ او تر نورو ډېرې ۹۰ منډې وکړې.

خو د رحمت شاه د هڅو سره سره هم افغان لوبډله د هدف په پوره کولو بریالۍ نه شوه او ټولو لوبغاړو یواځې ۲۰۹ منډې وکړې او د ۱۰۷ منډو په توپیر یې لوبع وبایلله.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تر لوبې وروسته وویل: “زما په اند نن ورځ بیټنګ په کافي اندازه ښه نه و، خو پېچ په دویمه پاڼۍ کې جنوبي افریقا سره مرسته وکړه. موږ په بالینګ کې ښه لوبه وکړه، خو په لومړیو شل اورونو کې دومره ښه نه وو، خو په وروستیو کې مو ښه توپ اچونه وکړه. ټاس مهم وو باید موږ ګټلی وای. دا د کراچۍ دی دا دومره عادي پچ نه دی.”

شهیدي زیاتوي: “موږ په دې ټورنمنټ کې د لوبې کولو وړتیا لرو، موږ چې کومه تمه درلوده هغسې لوبه مو ونه کړه. خو څه چې پېښ شوي دي موږ به هغه څه هېر کړو او موږ به په راتلونکو دوو لوبو کې ښه لوبه وکړو.”

د اتلانو جام په څلورمه لوبه کې نن شنبه انګلستان او اسټرالیا مخامخ کیږي.
دغه ستره سیالۍ نن ماسپښین ۱:۳۰ بجه په لاهور کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...