Homeخبرونهملا برادر، د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

ملا برادر، د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ

تاند【شنبه د کب ـ حوت ۴مه】د طالبانو ‏د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ.

نوموړي په دوه ورځني سفر یاد هېواد ته روان شو.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، کرنې او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو سرپرستان، د افغانستان بانک رییس او د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د ملا عبدالغني برادر ملتیا کوي.

د طالبانو د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پ موخه تللی دی.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې یاد پلاوی به افغانستان کې د ازبکستاني سوداګرو د پانګونې د جلبولو په موخه هم د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...