Homeخبرونهنهه تنه افغانان چې په غیرقانوني ډول مالیزیا ته روان وو، ونیول...

نهه تنه افغانان چې په غیرقانوني ډول مالیزیا ته روان وو، ونیول شول

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۴ مه) نهه غیرقانوني افغان کډوال، چې مالیزیا ته روان وو، او درې تايلندي قاچاقبران د شنبې په ورځ په جلا جلا عملیاتو کې د تايلند په جنوبي ولایتونو کې ونیول شول.

د کډوالو چارو پولیسو، د ۹مې حوزې ولایتي پولیسو، او د سیا‌حتي پولیسو یو موټر د سونګکلا ولایت د هات یای ولسوالۍ په کوان لوانګ سیمه کې د کثافاتو مرکز ته نژدې ودراوه.

په موټر کې دوه تنه تایلندیان – ویناسوري اروی (۳۴ کلن) او نوراسیلا جورلو (۳۱ کلنه) ونیول شول. له دې سره څلور افغان غیرقانوني کډوال هم، چې د موټر په بکس کې ناست وو، ونیول شول. ټول نیول شوي کسان د هات یای د پولیسو حوزې ته ولېږدول شول.

په بله چاپه کې، پولیسو نیمای مائیروګاکي (۴۱ کلن)، چې یو تايلندی دی، او پنځه افغان کډوال د پتاني ولایت د نونګ چیک ولسوالۍ په مورکینګ سړک کې ونیول. ټول کسان د نونګ چیک د پولیسو حوزې ته ولېږدول شول.

دری واړه تايلندي اتباع د غیرقانوني کډوالو د پټولو او له نیولو څخه د هغوی د تښتولو په تور تورن شوي دي.

دوو نیول شويو موټرچلوونکو، پولیسو ته ویلي، چې یوه مالیزیايي وګړي دوی ته د هر مسافر پر سر ۳,۰۰۰ بات ورکړي وو، تر څو افغانان له سونګکلا څخه د ناراتیوات د سرحدي ولسوالۍ سونګای کولوک ته انتقال کړي.

د څېړنو له مخې، دا نهه افغان کډوال له کمبودیا څخه د غیرقانوني سرحدي لارو څخه تايلند ته داخل شوي وو. هغوی ویلي چې د قاچاقبرانو له لارې یې هر یوه یې ۱۲۰,۰۰۰ بات ورکړی و، چې د مالیزیا ته د تګ زمینه برابره کړي.

ټول نیول شوي کسان د قانوني اجراآتو لپاره د پولیسو په ولکه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...