پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه اسلام اباد کې افغان سفارت د کډوالو په اړه د درې...

په اسلام اباد کې افغان سفارت د کډوالو په اړه د درې اړخیزې غونډې غوښتنه وکړه

تاند (شنبه، د کب/ حوت ۴ مه) په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرل لاندې د افغانستان  سفیر د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له رئیس سره د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې په اړه خبرې کړې چې له مخې یې افغان کډوال ایستل کیږي.

سردار احمد شکیب غوښتنه کړې چې له پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

باختر خبري آژانس د شنبې په ورځ (د حوت ۴مه) راپور ورکړی چې سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له رئیس د فیلیپا کندلر سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په اړه بحث شوی، چې له مخې یې افغان کډوال له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه ایستل کیږي او د ایستل شویو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرېږي.

 د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان حکومت د دلوې په ۱۰مه پرېکړه وکړه، چې ټول افغان کډوال وباسي. له دې پرېکړې وروسته، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو ډله‌ییزې نیونې پیل کړې او تر دې دمه یې زرګونه افغانان نیولي او ایستلي دي.

نور جزئیات:

  • د افغانستان سفارت تایید کړې، چې له راولپنډۍ او اسلام‌اباد څخه د ټولو غیر قانوني افغان کډوالو ایستل حتمي شوي.
  • د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې له هغو افغانانو پرته چې قانوني ویزې لري، ټول افغان کډوال باید د فیرورۍ تر ۲۸ مخکې له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...